خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
وسله وال طالبان تر زیات تر فشار لاندې دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دناټو عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې په افغانستان کې وسله وال طالبان اوس په داسی ډول د شاتګ او سخت فشارپه حال کې دی چې تر دې مخکې هیڅوخت نه و.
راسموسن د جرمنی له صدراعظمې انګیلا میرکل سره له کتنې وروسته وویل چې ناټو ځواکونه په دې غور کوی چې د افغانستان د امنیتی چارو مسوولیت له راتلونکی کاله افغان ځواکونو ته وسپاری.
مېرمن مېرکل او راسموسن وویل چې دوی په خپلو خبرو کې د لیزبون د غونډې په باب هم وږغېدل چې ټاکل شوې ده د راتلونکی نومبر په نولسمه او شلمه جوړه شی او د ناټو تړون پر ستراتیژیک پلان پکې خبرې وشی.
ده همداراز وویل چې تړون به د توغندویی دفاعی سیستم او افغانستان په هکله له روسیې سره همکاری زیاته کړی.
ټاکل شوې ده چې روسیه هم خپل استازی په لیزبون کې د ناټو سرمشریزې ته واستوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.