خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ګن شپ الوتکې برید کې 10 سخت دریزې ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
پاکستانی چارواکو د دغه هېواد په قبایلی سمې اورکزۍ ایجنسۍ کې د هوایی عملیاتو په ترڅ کې د 10 سخت دریزو د وژلو خبر ورکړ.
یوه سیمه ییز چارواکی، چې نوم یې نه دى ښوول شوى، رسنیو ته ویلی، چې په دغه عملیاتو کې د ګن شپ الوتکې په واسطه د سخت دریزو څو مهم مرکزونه په نښه شوی وو.
د نوموړی په وینا، په دغه عملیاتو کې 10 سخت دریزې مړه او څو نور، چې شمېره یې څرګنده نه ده، ټپیان دی.
ځایی چارواکو ویلی، چې تر اوسه د دغې سیمې 80 فیصده خلکو سیمه پریښې، هنګو او اړوندو سیمو ته کډه شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې په دې سیمه کې د سخت دریزو پروړاندې د عملیاتو لړۍ روانه ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.