خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ملا عمر نژدې ملګرى له اوو نورو وسلوالو طالبانو سره ووژل شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
افغان او ایتلافی ګډو ځواکونو د کندهار د میانشین ولسوالۍ په کبرغو کلی کې د دولت وسلوالو یو نامتو قومندان ملا جمال الدین چې په یاده ولسوالۍ کې یې پر امنیتی ځواکونو بریدونه او بمی چاودنې تنظیمولی د خپلو اوو نورو ملګرو سره یو ځاى وژل دى.
په هغه خبرپاڼه کې راغلی ، چې د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر څخه وخت خبری آژانس ته را رسیدلی دی وویل شوی دی چې ،نوموړی د دولت دمخالفې وسلوالې ډلې طالبانو د مشر ملا محمد عمر نژدې ملګرى او په میانشین ولسوالۍ کې د ځایې طالبانو تر ټولو معتبر جنګی قومندان وو.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ندی ویلی .
خبر پاڼه زیاتوی چې ،افغان ملی امنیتی ځواکونو تیره ورځ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په چهار غلبې او برات کلاچې کلیو کې د ګزمې پر مهال د دولت ضد وسلوالو له خوا د ځاى پر ځاى شوی دوې کړې ماینونه تر موندلو وروسته شنډ کړل.
دیادونې وړ ده چې ،د کندهار په اتمه امنیتی حوزه کې یولس کلن ماشوم هغه مهال ټپی او تر میرویس روغتون پورې ورسول شوو چی په یاده سیمه کې یې یوه زړه مرمۍ وموندل او پری د لوبی کولو پر مهال وچاوده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.