خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د علی اباد ولسوال پر موټر بمی چاودنه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکی وایی، چې د کندوز ولایت د علی اباد ولسوال پر موټر بمی چاودنه شوې، چې په پایله کې یې د دغه ولسوال موټر چلوونکى او یو تن ساتونکى ټپیان شول.
د علی اباد ولسوال حبیب الله، چی د پېښې پرمهال په موټر کې نه کلید ته وویل، چې
پېښه نن سهار هغه مهال د کندوز ښار په کابل بندر سیمه کې د کرنې ریاست ترڅنګ سړک پر سر رامنځته شوه، چې موټر یې په ده پسې کور ته روان وو.
د ده په وینا، بم په یوه زرنج موټرسایکل کې ځاى پر ځاى شوى وو، چې د چاودېدو له کبله یې یوازې موټر چلوونکى او یو ساتونکى ټپیان شوی او بل چا ته په کې زیان نه دى اوښتى.
نوموړی که څه له ډېر څه ویلو ډډه کوله، خو ویې ویل، چې دا کار د وسله والو طالبانو نه دى.
د یادونې وړ ده، چې د دغه برید مسؤلیت لا تر اوسه وسله والو طالبانو پر غاړه نه دى اخیستى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.