خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/13 0:0کد خبر: 2603

کندوز کې 25 وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کندوز کې 25 وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کندوز په چهاردره کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د دوو ورځو راهیسې یی دوام درلود 25 تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله وراوښتې. د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلی نن پنجشنبه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د کندوز په جنوب کې د پرتې چهاردرې ولسوالۍ په قصاب، نهرصوفی او یو شمېر نورو کلیو کې عملیات ترسره شوی، چی په پایله کې یې10 وسله وال طالبان وژل شوی او 15نور ټپیان دی. سیدخیلی زیاتوی، چې په ټوله کې چهاردره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده. نوموړى وایی، چې په وژلو شویو کسانو کې ازبک طالبان هم شتون لری، خو هغه یی د شمېر په اړه وضاحت ورنه کړه. د سیدخیلی په وینا، په دغه عملیاتو کې افغان ملی اردو او ملی پولیسو هم برخه درلوده، چې په کې3 تنه پولیس هم ټپیان شوی دی، خو ولسې خلکو ته په کې زیان نه دی رسیدلی. همدغه راز هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاتې وسله وال غرونو ته تښتېدلی دی، چې د نیولو لپاره یې هلې ځلې روانې دی. دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز سیمه ییز چارواکی ډېر ځلې د علمیاتو وروسته د وسله والو طالبانو څخه د سیمې د پاکونې خبره کوی، خو د څو ورځو په تېرېدو وروسته وسله وال بیا خپل فعالیتونه په سیمه کې پیلوی. د یادونې وړ ده، چې د کندوز د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو لا څه نه دی ویلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.