خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
وسله ولو د کندهار محبس یو تن کارکوونکى وواژه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو په غلچکی برید کې د کندهار لوى محبس یو تن کارکوونکى غلام حبیب په ډزو سره و واژه.
پر نوموړی نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د کندهار ښار په دویمه حوزه کې د اخوند صاحب جامع جومات ته څېرمه نامعلومو کسانو برید کړى و.
د کندهار د والی ویاند زلمى ایوبی د پېښی پخلى کوی او وایی، چې وسله والو برېد کوونکو له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی، خو پولیس یې په پلټنې بوخت دی.
تر اوسه د نوموړی د وژنې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخیتسې او نه هم د کندهار امنیتی چارواکو په دې اړه څه ویلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشنبې په ورځ هم نا معلومو وسله والو د پوهنې ریاست د سواد زده کړې مدیریت مرستیال عبدالله خان د کندهار ښار اړوند د برېښنا کوټ په سیمه کی په ډزو سره وژلى و.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.