خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کابل کې ځانمرګی برید د ملی اردو 1 سرتېرى ټپی کړ

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
پرون له غرمې وروسته د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د ملی اردو د روزنیز مرکز مخې ته د ټونس موټر پر مټ شوی برید د ملی اردو 1 سرتېرى ټپی کړ.
د کابل ولایت امنیه قومندان محمد ایوب سالنګی رسنو ته وویل، چې دغه برید کې یوه برید ګر ټونس موټر کې چاودېدونکی توکی ځاى پر ځاى کړی وو او هدف یې بهرنی سرتېری وو، چې له پېښه څو شېبې دمخه له سیمې څخه تېر شول.
سالنګی په برید کې د یوه افغان سرتیری د ټپی کېدو پخلى کړى او زیاته کړې، یې ده، چې بهرنیو سرتېرو او ملکی کاسنو ته پکې کوم زیان نه دى اوښتى.
د برید په اړه وسله والو طالبانو څه نه دی ویلی، خو د احزب اسلامی په نامه د دولت یوې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې برید کې یې 24 بهرنی سرتېری وژلی دی.
د حزب اسلامی دغه ادعا امنیتی چارواکو نه ده منلې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.