خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/24 0:0کد خبر: 2743

امریکا دخلکو غصه راپارولې !

امریکا دخلکو غصه راپارولې !  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دافغانستان ولسمشرحامدکرزی پرون له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وویل ، امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځی عملیات کم کړی. ښاغلی کرزی زیاته کړه، امریکا باید د خاصو ځواکونو حملې ودروی ځکه چې د دوی حملې د افغانانو لپاره مزاحمت رامنځته کړې او خلک یې راپارولی دی. حامدکرزی وویل،هغه وخت رسیدلی چې په افغانستان کې د بهرنیانوشتون او عملیات کم شی. کرزی همداراز وویل، دی غواړی چې امریکایی پوځیان د افغانانو له کورونو او واټونو لېری شی .د بهرنیوځواکونو او ږ دمحاله شتون به یوازې جنګ لا سخت کړی. له بلې خوا د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې د ناټو یوه مقام په واشنګټن پوسټ کې د ولسمشرکرزی په دې څرګندونوشک څرګند کړ او ویې ویل:«موږ د ولسمشرکرزی په اندېښنو پوهېږو، خوتر کومه ځایه چې د شپې له عملیاتویا چاپو سره تړاو لری ،دا عملیات ډېر مهم دی او زه د دا ډول عملیاتو لپاره په نژدې موده کې کوم متبادل نه وینم. په خپله واشنګټن پوسټ چې د کرزی مرکه یې خپره کړې ، په یوه تبصره کې وایی چې د افغان ولسمشردا څرګندونې په افغانستان کې د ناټواو امریکایی ځواکونو له عمومی قومندان سره د اختلاف ښودنه کوی ځکه چې هغه د خاصو ځواکونو د عملیاتو دفاع کوی او وایی چې د شپې په مخه د خاصو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې 368 طالب مشران وژل شوی دی. ده په افغانستان کې د فساد پړه د امریکا د ملیاردونو ډالرو له کبله وبلله چې قراردادیانو ته یې ورکوی خو حساب کتاب ترې نه اخلی. کرزی همداراز ویلی چې افغانانو نور په خپلوکورونو کې د امریکایی پوځیانو د حضور او په خپلو کوڅو کې د دوی د زغرګاډود ګرځېدو له لاسه سخت په تنګ شوی دی. ده دا هم ویلی چې پر کورونو حملې تل د مشکلاتو سبب دی، او باید ختمې شی،که کومه حمله هم کېږی باید د افغانستان د حکومت له لوری او د افغانستان د قانون له مخې وشی.پر کورونو حملې تل زموږ د اختلاف سبب دی. د افغانستان ولسمشر په دوام کې وویل، هغوی باید په خپلو اډو کې ځانونه محدود کړی او یوازې د پاکستان د پولو په اوږدو کې د ضروری عملیاتو په وخت راووځی. کرزی وویل دی له امریکا غواړی چې زیات فشار دې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر پناه ځایونو راوړی او په افغانستان کې دې زیات پام پرمختیایی پروژو او ملکی مرستو ته واړوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.