خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکا دخلکو غصه راپارولې !

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دافغانستان ولسمشرحامدکرزی پرون له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وویل ، امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځی عملیات کم کړی.
ښاغلی کرزی زیاته کړه، امریکا باید د خاصو ځواکونو حملې ودروی ځکه چې د دوی حملې د افغانانو لپاره مزاحمت رامنځته کړې او خلک یې راپارولی دی.
حامدکرزی وویل،هغه وخت رسیدلی چې په افغانستان کې د بهرنیانوشتون او عملیات کم شی.
کرزی همداراز وویل، دی غواړی چې امریکایی پوځیان د افغانانو له کورونو او واټونو لېری شی .د بهرنیوځواکونو او ږ دمحاله شتون به یوازې جنګ لا سخت کړی.
له بلې خوا د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې د ناټو یوه مقام په واشنګټن پوسټ کې د ولسمشرکرزی په دې څرګندونوشک څرګند کړ او ویې ویل:«موږ د ولسمشرکرزی په اندېښنو پوهېږو، خوتر کومه ځایه چې د شپې له عملیاتویا چاپو سره تړاو لری ،دا عملیات ډېر مهم دی او زه د دا ډول عملیاتو لپاره په نژدې موده کې کوم متبادل نه وینم.
په خپله واشنګټن پوسټ چې د کرزی مرکه یې خپره کړې ، په یوه تبصره کې وایی چې د افغان ولسمشردا څرګندونې په افغانستان کې د ناټواو امریکایی ځواکونو له عمومی قومندان سره د اختلاف ښودنه کوی ځکه چې هغه د خاصو ځواکونو د عملیاتو دفاع کوی او وایی چې د شپې په مخه د خاصو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې 368 طالب مشران وژل شوی دی.
ده په افغانستان کې د فساد پړه د امریکا د ملیاردونو ډالرو له کبله وبلله چې قراردادیانو ته یې ورکوی خو حساب کتاب ترې نه اخلی.
کرزی همداراز ویلی چې افغانانو نور په خپلوکورونو کې د امریکایی پوځیانو د حضور او په خپلو کوڅو کې د دوی د زغرګاډود ګرځېدو له لاسه سخت په تنګ شوی دی.
ده دا هم ویلی چې پر کورونو حملې تل د مشکلاتو سبب دی، او باید ختمې شی،که کومه حمله هم کېږی باید د افغانستان د حکومت له لوری او د افغانستان د قانون له مخې وشی.پر کورونو حملې تل زموږ د اختلاف سبب دی.
د افغانستان ولسمشر په دوام کې وویل، هغوی باید په خپلو اډو کې ځانونه محدود کړی او یوازې د پاکستان د پولو په اوږدو کې د ضروری عملیاتو په وخت راووځی.
کرزی وویل دی له امریکا غواړی چې زیات فشار دې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر پناه ځایونو راوړی او په افغانستان کې دې زیات پام پرمختیایی پروژو او ملکی مرستو ته واړوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.