خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکا او ملګری یې دافغانستان دجنګ دختمولو اراده نلری

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دافغانستان دملی کانګرس ګوند مرستیال وویل امریکا او ملګری یې دافغانستان دجنګ دختمولو اراده نلری .
دستګیر هژبر وویل دافغانستان دجنګ په باره کښې دلویدیځو مقاماتو خبرې اترې تل ګډې وډې وې او دی په داډول چې کله وای په راتلونکو څو کلونو کښې به له افغانستانه پوځیان وباسی او کله وای چې په افغانستان کښې به تر ډیره وخته جنګ ته دوام ورکړی .
دافغانستان دملی کانګرس ګوند مرستیال وویل په افغانستان جنګ کښې دامریکا پوځی ستراتژۍ ماتی خوړلی ده او تراوسه یې هیڅ بریا نه ده لرلی .
دافغانستان دغه سیاسی مقام وویل په 2001 میلادی کال کښې په افغانستان دامریکا له حملې وروسته تراوسه پورې افغانستان لا پسې ناامنه شوی ، او دغه راز حکومت او خلک هماغه راز له بې کارۍ ، مالی او اداری فساد سره لاس او ګریوان دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.