خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/08/26 0:0کد خبر: 2758

کرزی د لوی اختر په ورځ یو ځل بیا د مخالفینو نه وغوښتل چې له جنګه لاس واخلی

کرزی د لوی اختر په ورځ یو ځل بیا د مخالفینو نه وغوښتل چې له جنګه لاس واخلی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د لوی اختر په مناسبت په خپل لنډ پیغام کې د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکی وویله او هیله یې وکړه چې اختر په سوله او ارامۍ کې تېر کړی. ولسمشر کرزی د سې شنبې په ورځ د ارګ د ماڼۍ په جومات کې په داسې حال کې چې د کابینې او ملی شورا یو شمېرغړی او ځینې نور دولتی چارواکی هم حاضر وو د لوی اختر لمونځ ادا کړ. ولسمشر کرزی هیله وښوده چې د لوی اختر په برکت پر مسلمانانو سربیره د نړۍ ټول خلک په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړی: (ګاونډیانو ته ،د سیمې مسلمانانو ته او د نړۍ مسلمانانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکی وایم خدای د ددې نیکې ورځې په برکت افغانانو ته سوله او کورنیو کې امن او تل پاتې خوشالی راولی او خدای تعالی دې د نړۍ مسلمانانو ته هغه امن او ژوند په نصیب کړی چې انسانی هیله ده. ) ښاغلی کرزی د لوی اختر په مناسبت یو ځل بیا د دولت په ټولو وسله والو مخالفانوغږ وکړ چې له مخالفت څخه لاس واخلی او سولې له بهیر سره یو ځای شی. ولسمشر حامد کرزی وویل، چې د سولې عالی شورا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هلې ځلې پیل کړی او وسله وال مخالفان باید د دې شورا هڅو ته هرکلۍ ووایی او د خپل هېواد په بیا جوړولو کې رغنده ونډه واخلی: (یو ځل بیا له خپلو ټولو وروڼو او هېوادوالو څخه چې نا راضه دی او یا یې په هر دلیل د خپل هېواد او خلکو په وړاندې وسلې پورته کړی غوښتنه کوم چې د افغانستان د خلکو د سولې هڅو ته لبیک ووایی او د سولې د عالی شورا له لارې سوله ایز او ارام ژوند ته مخه کړی، تر څو له دې وروسته زموږ خلک په غم او بدبختۍ کې ژوند ونه کړی.). دا څرګندونې په داسې حال کې کیږی چې د وسله والو مخالفانو مشر د لوی اختر په مناسبت پیغام کې له افغان دولت سره هر ډول خبرې اترې رد کړی دی. طالبانو ویلی دی، چې دوی د افغانستان د موجوده ستونزو دایمی حل غواړی چې هغه له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دی. خو افغان دولت وایی، چې بهرنی ځواکونه به تر هغه وخته په دې هېواد کې وی چې ورته اړتیا ولیدل شی او افغان ځواکونه له خپلې خاورې څخه د بشپړې دفاع جوګه شی. په عین حال کې د کابل ښار په بېلابېلو جوماتونو کې ملا امامانو او خطیبانو هم د اختر د لمانځه په خطبو کې د ولسمشر کرزی په څیر له ټولو افغانانو نه غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره هڅې وکړی او خپلې ټولې ستونزې د سولې او خبرو اترو له لارې هوارې کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.