خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
فراه کې یو پولیس او څلور وسله وال طالبان ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د ملی پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې یو پولیس او څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
ځایی پولیسو رسنیو ته ویلی، چې دغه نښته تېره ورځ د بکوا ولسوالۍ په جلګزی سیمه کې ورسته تر هغې رامنځته شوې وه، چې وسله والو طالبانو په دغه سیمه کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتی کاروان برید وکړ.
د فراه ولایت امنیه قومندان محمد فقیر عسکر کلید ته وویل، چې په دغه نښته کې، چې 6 ساعته یې دوام درلود یو د ملی پولیسو سرتېرى او 4 وسله وال طالبان ووژل شول.
نوموړی زیاته کړه، په دغه نښته کې د ملا ادریس په نامه د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان هم وژل شوى دى.
بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په نښته کې یې د ملی پولیسو سرتېرو ته سخت زیان اړولى دى.
د ځایی خلکو په وینا، په سیمه کې د ملی پولیسو کمښت د دې لامل شوٰى، چې په دې ولسوالۍ کې د ناامنیو پېښې ډېرې شی.
په تېرو 10 ورځو کې په بکوا ولسوالۍ څو ځله د وسله والو طالبانو او پولیسو ترمنځ نښتې شوی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.