خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په لیسبن کښې هغه فیصله وشوه چې امریکا غوره کړی وه

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
په لیسبن کښې دناټو د غړیو هیوادونو دمشرانو دغونډې په بهیر کښې دافغانستان او ناټو موافقه په افغانستان کښې دناټو موسسې دځواکونو داوږد مهاله شتون په لړ کښې وشوه .
زمونږ خبریال وای دناټو سرمنشی اندرس فوغ راسمو سین په لیسبن کښې دناټو دمشرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل طالبان نور په افغانستان دبیا سلطې خوبونه هیر کړی .
راسموسین وویل که چیرې طالبان داسې ګمان وکړی چې له 2014 میلادی کال وروسته به افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راولی نو سخته غلطۍ به یې کړی وی ځکه چې مونږ به نور افغانستان دطالبانو په رحم و کرم پرې نه ږدو او د ناټو ځواکونه به دخپلې بشپړه دنده تر ترسره کولو پورې په افغانستان کښې پاتې شی .
دناټو سرمنشی اندرس فوغ راسموسین زیاته کړه دافغانستان ځواکونو ته دامنیتی چارو سپارل به په سوکه سوکه ډول ترسره شی او دناټو سرمنشی دغه راز دیوې پوښتنې په ځواب کښې وویل د ناټو پوځیان به له افغانستانه دخارجی پوځیانو له وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلې ملګرتیا دوام ورکړی .
په لیسبن کښې دناټو په غونډې کښې هم وویل شو چې تر 2014 میلادی کال پورې به خارجی پوځیان خپل پوځی عملیات بشپړ کړی او د2011 میلادی کال له جولاۍ میاشتې څخه به دافغانستان پوځیانو ته دامنیتی چارو سپارل په سوکه سوکه ډول پیل شی .
دناټو سرمنشی اندر س فوغ راسموسین وویل دپوځی عملیاتو له بشپړیدا وروسته به هم دناټو پوځیان دافغانستان دپوځیانو دروزنې لپاره په افغانستان کښې پاتې شی .
دویلو ده چې په لیسبن کښې دناټو دوه ورځنۍ غونډه لا نه وه ترسره شوی چې دامریکا ددفاع او خارجه وزارت ویندویانو په ښکاره ډول ویلی وو چې په افغانستان کښې دخارجی پوځیانو شتون باید تر 2014 میلادی کال پورې تمدید شی .
دامریکا ددفاع او خارجه وزارت ویندویانو دغه راز وویل ضروری نه ده چې دافغانستان پوځیان له 2014 میلادی کال وروسته دغه صلاحیت ترلاسه کړی چې وکولای شی په ټول افغانستان کښې امنیتی چارې په لاس کښې واخلی .
په همدې خاطر په افغانستان کښې به دناټو او امریکا یو شمیر پوځیان پاتې شی چې دامنیت دتامینولو په چاره کښې دافغانستان له پوځیانو سره مرسته وکړی .
په دې اساس دلیسبن په غونډې کښې هماغه فیصله وشوه چې امریکا له وړاندې څخه غوره کړی وه .
دناټو او امر یکا دمقاماتو په څرګندونو او فیصلو کښې دغو ښکاره ګډو وډو خبرو ته په پام سره دغه نتیجه ترلاسه کیږی چې ناټو او امریکا اصلا اراده نلری چې له افغانستانه ووځی او په همدې خاطر دی چې هغوې دشمیر او کیفیت له نظره دافغانستان دملی پوځ دسنبالولو اراده نلری چې دافغانستان حکومت له امنیتی نظره په خارجی پوځیانو متکی ووسی .
په تیرو نهو کلونو کښې د کیفیت او شمیر له نظره دافغانستان دملی پوځ د سنبالولو لپاره کوم کار ترسره نه دی شوی او داسې پوځ چې توپونه ، ټانکونه ، هوای ځواک ، هیلی کوپټرونه او پوځی الوتکې ونلری او دپخوانی شوروی دوخت زاړې وسلې لری چې دکارندوالی له کبله دنن ورځې له نویو وسلو سره زیات واټن لری چې په راتلونکو څلورو کلونو کښې اول خو ددغه پوځ سنبالښت ممکن نه دی دوهمه داچې ددې لپاره نړیواله اراده نشته .
دریمه داچې دافغانستان اوسنی ملی پوځ انګیزه نلری ځکه چې هیواد یې په نیواک کښې دی .
دویلوده چې څو ځله دامریکا دپوځیانو پرضد دافغانستان دملی پوځ دعسکرو لخوا حملې شوی دی .
دا هماغه شی دی چې امریکا یې غواړی او هغه داچې افغانستان یو خپلواکه سنبال او په ځان بسیه پوځ ونلری .
په داسې حالت کښې امریکا دافغانستان حکومت دطالبانو او دهغوې دملاتړو له ګواښونو او خطرونو ویرولای او دافغانستان حکومت دهر ډول موافقې لاسلیک کولو ته مجبورولای شی .
څرنګه چې دافغانستان و لسمشر کرزی په لیسبن کښې دناټو په غونډ ې کښې مجبوره شو داسې موافقه لاسلیک کړی چې دناټوپوځیان له 2014 میلادی کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړی .
ددې خبرې مطلب څه دی ؟
یعنی داچې دافغانستان ولسمشر منلی ده چې ناټو له 2014 میلادی کال وروسته هم کولای شی په افغانستان کښې پاتې شی تر هغه وخته چې دافغانستان ملی پوځ په خپلو پښو ودریږی چې وړاندې مو ویلی دی چې هیڅ کله به دغه کار ترسره نشی .
حقیقت دادی چې امریکا دافغانستان په بګرام ، شین ډنډ او په قندهار کښې دخپلو اډو په جوړولو میلیارډونو ډالره لګولی دی .
امریکا دغه په میلیارډونو ډالره ددې لپاره نه دی لګولی چې دومره ژر له افغانستانه ووځی بلکې امریکا راغلی ده چې تر اوږدې مودې لپاره په افغانستان کښې پاتې شی او له افغانستانه دیوه پلیټ فارم په توګه په استفادې کولو سره خپلو ستراتژیکو هدفونو ته ورسیږی .
د ویلو ده چې په لیسبن کښې دناټو په غونډې کښې دسولې او خبرو اترو هیڅ خبره ونشوه او یوازې دجنګ په دوام ټینګار شوی دی ..
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.