خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/08 0:0کد خبر: 2916

نورستان ته تلونکی اکمالاتی کاروانونه د وسله والو لخوا لوټېږی

نورستان ته تلونکی اکمالاتی کاروانونه د وسله والو لخوا لوټېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د نورستان والی د کونړ یو شمېر سیمې او په ځانګړی ډول چپه دره او ننګام ولسوالۍ خپل ولایت ته له ګواښونو ډکې ګڼی او وایی، د پولیسو لپاره یې اکمالات پکې هره ورځ د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا لوټ کېږی. والی جمال الدین بدر دا خبره کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه او ویې ویل په دې ولسوالیو کې مېشت پولیس پاتې راغلی چې پر لویو لارو د دولت د وسله والو مخالفینو پاټکونه چې دى یې شمېر شل ښیی، وځپی. د نورستان والی کلید سره دې ځانګړو خبرو کې دغه راز په چپه دره او ننګام ولسوالیو کې د ډېرو امنیتی پوستو د رامنځته کېدو ترڅنګ پر دې ولسوالیو د قوی پوځی عملیاتو غوښتنه وکړه. د نورستان د والی پر خبرو مو د کونړ د امنیې قومندان او والی د نظر اخېستو هڅه هم وکړه، چې د نه حاضریدو له امله یې پاتې راغلو. بلخوا په ختیځ کې د سرحدی پولیسو قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل هم پرته له دې، چې د کومې سیمې نوم واخلی، کلید ته د یوې ځانګړې مرکې پرمهال ومنله، چې نورستان ته ورغلو لارو کې یې د دولت وسله وال مخالفین دولتی اکمالات ګواښی. کونړ، چې په ختیځ کې تر ټولو ناامنه ولایت ګڼل کېږی، وسله والو طالبانو یې په غازی اباد ولسوالۍ کې پرون مازېګر پر درېیو بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنو دعوه هم کړې. ځایی چارواکی که څه هم د ډېر کله په شان په دې اړه نه غږیږی، خو په کابل کې ناټو ځواکونو د یوې خبرپاڼې له لارې منلې، چې پرون یې ختیځ کې یو سرتېرى ماین چاودنې وژلى. د کلید د معلومات له مخې دا، چې پرون د بهرنیو سرتېرو د وژنې کومه بله دعوه په ختیز کې نه وه، ګومان کوی، چې دا سرتېرى به په غازی اباد کې وژل شوى وی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.