خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د 5 ورځنیو تصفیوی عملیاتو د پایته رسېدو خبر ورکړل شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
ځایی چارواکی وایی، چې په جوزجان ولایت کې د 5 ورځنیو تصفیوی عملیاتو په ترڅ کې 15 تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالعزیز غیرت کلید سره په یوې تلیفونی اړیکې کې وویل، چې د جمعې له ورځې راهیسې دغه پیل شوی ګډ تصفیوی عملیات چې په مملیک، شاهی سلیم، قبچاق، شیشه خانه، ګرجک کلیو کې ترسره شول په ترڅ کې یې دغه سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې شوې.
نوموړی زیاته کړه په دغو پنځه ورځنیو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو 8 تنه نیول شوی، 2 یې وژل شوی او 5 نور ټپیان دی.
غیرت زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې د ګرجک په سیمه کې د ملی پولیسو موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر او په ترڅ کې یې چلوونکى ټپی شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال په هغو سیمو کې چې تصفیوی عملیات ترسره شوی، هیڅ ډول امنیتی ستونزه نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې جوزجان امنیتی چارواکو ادعا کړې، چې د بلخ ولایت له چابولک او چمتال ولسوالۍ څخه دې ولایت ته وسله وال مخالفین راننوتی او پر دولت ضدو کړنو یې لاس پورې کړى، چې د دوى دغه ادعا د بلخ ولایت امنیتی چارواکو هم منلې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.