خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/11 0:0کد خبر: 2963

امنیتی چارواکو پکتیا کې د یوه ډله غلو د نیولو خبر ورکړ

امنیتی چارواکو پکتیا کې د یوه ډله غلو د نیولو خبر ورکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ځایې چارواکی وایی، چې تېره ورځ یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د امنیتی ځواکونو له خوا د غلو یوه ډله نیول شوې ده. د پکتیا امنیه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى وایی، چې د غلو دا څلور کسیزه ډله یې د ګردېز ښار په زړه کې نیولی. نوموړى وایی، چې له غلو سره یې وړې وسلې، چرس او د بېلابېلو هېوادونو پیسې هم نیولې دی. جنرال ساپى زیاتوی، چې دې غلو د پلازمېنې کابل په موسوی سیمه کې غلا کړې وه، چې د امنیتی ځواکونو له څارنې ورسته د ګردېز په ښار کې له یو سرف ډوله موټر سره ونیول شول. امنیه قومندان زیاتوی، چې په نیول شویو غلو کې درې تنه د پکتیا او پاتې یو یې د لوګر ولایت اوسیدونکى دى. چارواکی وایی، چې نیول شوی کسان په زیاتو شوکو او غلاوو کې په لاس لرلو تورن دی. بلخوا د سیمې اوسېدونکی اندېښنه لری، چې په دې ورستیو کې د پکتیا په ولایت کې د موټرو تښتونکی او نورې شوکمارې ډلې راپیدا شوې دی. پاتې دې نه وی، چې له دې وړاندې هم پکتیا ولایت کې د امنیتی ځواکونو له خوا څو، څو ځلې د غلو ډلې نیول شوې دی، نږدې دوه میاشتې وړاندې د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې هم د غلو یوه ډله نیول شوې وه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.