خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/11 0:0کد خبر: 2971

دامریکا له خوادپټوسندونوخپریدااوداسلامی واکوالانو مسئولیتونه

دامریکا له خوادپټوسندونوخپریدااوداسلامی واکوالانو مسئولیتونه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

دویکی لیکس ابینټرنیټی سایټ له لارې دامریکا دپټوسندونود خپریدااصلی موخه داسلامی هیوادونو داړیکوداغی کول اوپه دغو هیوادونو کې د شخړو رامینځته کول دی . زمونږ خبریال راپورراکړ د ویکی لیکس انټرنیټی پاڼې په وسیله دامریکا ددغو پټو سندونوخپریداپه خاصوسټرایتیجیکو موخو اوپه تیربیاپه اسلامی هیوادونوکې دیو ه لوی جنجال درامینځته کولوپه موخې سره شوی ده .په پیل کې هڅه شوې چې له عربی هیوادونوسره دځینو اسلامی هیوادونواړیکې خرابې کړی چې د ایران اسلامی جمهوریت په پوهې اوځیرتیا سره دغې دسیسې ته هیڅ ځواب ورنه کړ البته تمه داده چې عربی هیوادونه هم باید ددغه ډول خطرناکودسیسوپه شنډولوکې غوره رول ولوبوی . راپور ښئ له دې وروسته هر ه ورځ د ویکی لیکس انټرنیټی سایټ له لارې دامریکاله خوانوی پټ سندونه خپریږی .چې په دوام کې ئې پرون هم ډیرسندونه دلوی اسلامی هیوادپآکستان په اړه خپرهّ شوی دی . ددغه هیوادډیروټیلیویژنی چینلونواوخبری آژانسونو د راپورونو په اساس دغو سندونو ثابته کړه چې که څه هم پاکستان په 1947 کال کې له زاړه استعمار انګلستانه خپلواکی ترلاسه کړه ، خودغه خپلواکی هغه شان خپلواکی نه شوه پآتې چې دوخت مشرانو اوعمومی خلکو په قربانیو سره غوښتله بلکې له خپلواکۍ او قربانیووروسته دغه هیواددامریکاپه یوې مستعمرې بدل شو ی دی. ډیر شناندی په دې اند دی چې د ویکی لیکس راپور ثابتوی چې د پاکستان لوړپوړی مسئولان ټول د خپل هیواد د فیصلو په باب لومړۍ له امریکا سره مشوره کوی اودهغو په اجازې سره ئې بیا د اجراکولو هڅه کوی .البته ډیر تحلیلګران دا هم وائی چې ځینو خلکو ګمان کاوه چې پاکستان د امریکا په واک کې یو هیواد دی خواوس دغه ګمانونه په حقیقت بدل شوی دی .د 2010 کال د دسمبر لومړی نیټه د پآکستان لپآره یوه مهمه ورځ ده ،ځکه په دغې ورځې ددغه هیواد په باب د امریکا له خواډیر پټ سندونه خبره شوی دی او امریکا وښودله چې په پاکستان کې پر ټولو چارو واکمنی کوی . البته د پاکستان ځینو مسئولانو پرې محتاط غبرګون هم وښود. د پاکستان اوافغانستان په چارو کې دامریکا ځانګړی استاذی ریچرډ هالبروک هم په همدا وروستیو کې وئیلی دی پآکستان لومړنی هیواد ؤ چې دامریکاحکومت دنوموړو سندونو له خپریدا وروسته په اعتماد کې اخستی دی خو ددغه هیواد ډیر سیاسی کارپوهان وآئی چې په دغه کارسره ئې دپاکستان سیاسی او پوځی چارواکو ته ئې خبرداری هم ور کړی اوغواړی څو وښئ چې امریکا د پاکستان د سیاسی او پوځی چارواکو عزت په نړیواله سویه او په تیره بیا ددغه هیواد د عمومی افکارو په وړاندې څرنګه تار تار کولی او په دغه هیواد کې ګډوډی رامینځته کولی شی . راپوردا هم په ډاګه کوی چې دپاکستان د پوځ قوماندان په دغه هیواد کې د امریکا دوخت له سفیرې میرمن این ډبلیو پیټرسن سره د 2009 کال په مارچ کې په یوې کتنې کې هغې ته وئیلی ؤ چې نیت لری د پآکستان ولسمشر آصف زرداری لیرې او له هیواده بهر ئې جلاوطن کړی چې د پوځ ټول قوماندان ورسره په دې باب یوه خوله دی . د امریکا د وخت سفیرې پر نورو ډیرو ایشواکونو سربیره دا هم ویلی دی چې د پاکستان لومړی وزیر یوسف راضا ګیلانی وئیلی دی چې که د پاکستان په قبایلی سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملی په سمو نښو کیږی نو ورسره اختلاف نه لری د امریکا د وخت سفیرې په یو بل لیک کې دا هم ایشوا کړې چې مولانا فضل الرحمن هم په 2007 کال کې ورسره په یوې کتنې کې له امریکا غوښتی ؤ چې د هغه په لومړی وزیر جوړولو کې دې د هغه ملاتړ وکړی خو مولانا فضل رحمن دغه ډول غوښتنه رد کړی البته لیده کاته ئې تائید کړی دی . د سیمې ډیر سیاسی کارپوهان وائی ددغو سندونو په ایشوا کیدا ډیرو پوځی او سیاسی شخصیتونوچپتیا غوره کړې ده البته دا نه معلومه چې دهغوی له دغې چپتیا موخه څه ده .خو ډیر شناندی او د سیمې د چارو کارپوهان په دې باب عکس العملونو ښودلو ته اړ شوی دی چې له دغو ټولو ثابتیږی چې پاکستان څومره غیر محفوظ دی او د ویکی لیکس انټرنیټی سایټ له لارې د امریکا د پټو سندونو خپریدا هم ښئ چې موخه ئې د پاکستان د وضیعیت لا خرابول دی او په حقیقت کې خلکو ته دا ښودل دی چې ددوی واکوالان څومره له امریکا سره پّیلی دی او دوی پرې څومره باور کولی شی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.