خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما افغانستان ته راغى

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما پرون ماخوستن ناوخته په یوه ناڅاپی سفر افغانستان ته راغلی دی.
په کابل کې یوه لوړ پوړی دولتی چارواکی، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، وویل، چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما پرون له ماخوستن وروسته په یوه ناڅاپی سفر افغانستان ته ورسېد.
سرچینې زیاته کړه ، ټاکل شوې ده چې دامریکا جمهور رئیس د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو قوماندانانو او سرتېرو سره وګوری.
غربی رسنیو خبر ورکړی، چې جمهور رئیس اوباما د بګرام په هوایی ډګر کې ښکته شوی، چرته، چې د امریکایی ځواکونو تر ټولو لویه نظامی اډه هم ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې په کابل کې د خرابې هوا له امله اوباما کابل ښار ته نه شی تللی او جمهور رئیس کرزی سره به د ویډیو کانفرانس په وسیله خبرې کوی.
له کله راهیسې، چې اوباما د امریکا د جمهور رئیس په توګه ټاکل شوی، افغانستان ته یې دا دویم سفر دی، نهه میاشتې مخکې د روان زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې هم اوباما افغانستان ته راغلی و.
اوباما په داسې حال کې افغانستان ته راغلی، چې ټاکل شوې، د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلانی هم نن کابل ته راشی.
د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ دغه ډ یپلوماتیکې اړیکې په داسې حال کې نیول شوی، چې د ویکی لېکس په نامه یوې ویب پاڼې په دې وروستیو کې د امریکا سلګونه زره سفارتی اسناد افشا کړی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.