خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/22 0:0کد خبر: 3119

د کربلا حماسه الهام بخښونکی نظریه

د کربلا حماسه الهام بخښونکی نظریه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 8 دقیقه

د حضرت امام حسین (ع) غورځنګ یوه هغه پیښه ده چی د اغیزو او الهام بخښنې لپاره ډیر ظرفیتونه لری . دغه غورځنګ دومره قدرت لری چی خلک هر وخت او هر ځای په حرکت او هڅه کښې راوستلای شی . بې له شکه دغه ځانګړنه د هغو پایداره مفکوروپامته داره ده چی د امام حسین پاڅون پرې بڼه وموندله . په دغه غورځنګ کښې د حضرت امام حسین (ع) اصلی هدف او مفکوره په الهی دندوعمل ؤ . هغه څه چی د الله تعالی لخوا د یوه انسان لپاره د یوی دندی په توګه ټاکل شوی دی مصلحتونو ته پام او له فسادونو مخنیوی دی .هغه انسان چی د عبودیت مقام ته رسیدلی دی او خپل ویاړ د الله تعالی بنده ګی بولی د الهی دندی له ترسره کولو او د هغه د خوښۍ او رضایت له ترلاسه کولو پرته د بل څه فکر نه کوی . د حضرت امام حسین (ع) په وینا او چلندکښې هغه څه چی له ورایه ښکاری د تاریخ په هغه حساس وخت کښې مناسب اقدام او په دندې عمل ؤ . ددغه هدف په لاره کښې امر با المعروف و النهی عن المنکر د حضرت امام حسین (ع) د هڅو چورلیز بلل کیده د حضرت امام حسین (ع) یو هدف له هغو بهیرونو سره مقابله وه چی دین او اسلامی امت یې ګواښه . هغوئ له هغه جبهی سره مخالفت ته پاڅیدل چی له ټولنې د دین او لوړو ارزښتونو په ختمولو پسی ؤ . دغه بې لارې بهیر له دی سره سره چی له دین او داسلام له سوچه ارزښتونو سره پردی ؤ ځان د دین د ظواهرو تر شا پټوو . حضرت امام حسین (ع)ډیر ښه پوهیده چی که د واکمنې ډلی فسادونه او انحرافات یا کږلارۍ دوام وکړی نو د دینی معارفو زیاته برخه به له انزوا سره مخ شی او له اسلام څخه به یوازې ظاهر پاتی شی . له دی کبله د یزید د حکومت له نفاق او فساد سره مبارزې ځانګړې تدبیر او هوښیارۍ ته اړتیا درلوده . حضرت امام حسین (ع)د خپل حرکت د پیل په ورځو کښې له مدینی د وتلو په مهال وفرمایل : زه د امر باالمعروف و نهی عن المنکر لپاره له مدینی وځم . د حضرت امام حسین (ع) په مفکوره کښې د ظلم د حکومت پرضد پاڅون او د عدالت او حق پر اساس د حکومتی جوړښت او د ټولنې د سیاسی جوړښت د اصلاح لپاره هڅې د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ښکاره بیلګې وی . استاذ او متفکر شهید مطهری ددغه مفکوری د ارزښت او اهمیت په باب وایی : د امر باالمعروف و نهی عن المنکر مفکورې د حضرت امام حسین (ع) غورځنګ ته اهمیت ورکړ ، حسین بن علی په دی لاره کښې یعنی د هغه اساسی اصل په لاره کښې چی د اسلامی ټولنې ضمانت کوونکی دی شهید شو . دا هغه مهم اصل دی چی که نه وی ټولنه به له نفاق سره مخ او له مینځه ولاړه شی . حضرت امام حسین (ع) د ویښ مصلح په توګه ځان مکلف باله چی د ظلم ،فساد او تیری وړاندې چوپ پاتی نه شی .بنی امیه وو په کلتور جوړونې سره له ځان څخه داسی څیره غوره کړی وه چی په شام کښې ناخبرو خلکو هغوئ د الله تعالی رسول ته تر ټولو نږدې کسان بلل او دا ګومان یې کاوه چې په راتلونکې کښې به هم بنی امیه د پیغمبر د ځای ناستی لپاره غوره کسان وی . حضرت امام حسین (ع) باید له دغو غلطو ګومانونو سره مقابله کړی وای او د اسلامی امت د چارو د اداره کولو لپاره یې باید د پیغمبر د اهل بیتو حقانیت روښانه کړی وای . په همدی اړه وه چی حضرت امام حسین (ع) د بصری خلکو ته په لیک کښې د خپل پاڅون د مفکورې د روښانولو په اړه ولیکل : مونږ اهل بیت د پیغمبر د ځای ناستی توب لپاره غوره خلک ؤ . خو دغه حق له مونږه واخیستل شو او په خپلی وړتیا په پوهی د ټولنې مصلحت او له هر ډول فتنې او بلوا د مخنیوې لپاره مو د خدای د دین احیا او د ټولنې آرامښت په پام کښې ونیوو . خو اوس تاسو د قرآن او د پیغمبر د سنت په لور راغواړم . ځکه په داسی شرایطو کښې یم چی نبوی سنت له مینځه تللی دی او ځای یې بدعت نیولی دی . که زما بلنه ومنئ نو د نیکمرغۍ او ودی لاره به دروښیم . د کربلا په پاڅون کښې د حضرت امام حسین (ع) مفکورې ددی ښودنه کوله چی اسلام یو هغه دین دی چی د معنوی ګټو تر څنګ په ټولنیز او سیاسی ډګر کښې هم ډیرې وړتیاوې لری . د حضرت امام حسین (ع) په مفکوره کښې د دین او سیاست تړاوو ددغه غورځنګ په هر ځای کښې لیدل کیږی . په حقیقت کښې دغه پاڅون د ظالمو واکمنانو د دینی او سیاسی انحرافاتو پرضد یو انقلابی حرکت ؤ . دحکومت ، رهبرۍ او په خپل ټولنیز برخلیک کښې د خلکو د رول د اړتیا موضوع په اسلام کښې ډیر اهمیت او حسیاست لری . له دې کبله کله چی د حکومت د چارو په سر کښې یو نالایقه کس واکمن شی چی دینی تعالیمو او ارزښتونو ته پام نه کوی د الهی حکمونو اجراکیدا به هیڅ ضمانت ونلری او بدعت او تحریف به د دینی مفاهیمو او ارزښتونو لمن ونیسی . حضرت امام حسین (ع) له دغه ډول شرایطو سره د مبارزې په مفکورې سره د جهاد او پاڅون په لاره کښې ګام پورته کړ ، ځکه چی لیدل یې د الله تعالی د رسول سنت هیر شوی دی او په دغه دین کښې بدعتونه ښکاره شوی دی . دحضرت امام حسین (ع) له نظره حکومت د الهی او انسانی معیارونو پر اساس د ټولنې د چارو د اصلاح لپاره غوره زمینه او اوزار دی . په دی بڼه کښې رڼی الهی مفکورې په ټولنه کښې پراخیږی او د ټولنیز عدالت په څیر ایډیالونه تحقق مومی . د عاشورا په تاریخی پاڅون کښې دحضرت امام حسین (ع) د مفکورې یو بل اساس عدالت غوښتنه او له ظلم سره مبارزه وه . عدالت د دین یو ښکاره حکم دی چی د بشر د ژوند په درستو چارو کښې پراخه دی . د اموی حکومت یو فساد په خلکو ظلم او د هغوئ په حقوقو د سترګو پټول ؤ . مسلمه خبره ده د حضرت امام حسین (ع) په څیر یو شخصیت ددغه مسئلی په وړاندی چوپ نه شو پاتی کیدلای ، ځکه چې د هغوئ له نظره چوپتیا او بې پروایې له ظالم سره یو ډول ملګرتیا او د هغه تائیدول ؤ . دغه ستر امام په دی اړه د حر د لښکر په وړاندې په یوه وینا کښې وفرمایل : ای خلکو! د خدای رسول وفرمایل که څوک یو ظالم واکمن ووینی چی د خدای حلال حراموی ، الهی وعده او ژمنه ماتوی ، د خدای د رسول له سنتو سره مخالفت کوی او ظلم کوی ، که په خپلی وینا او عمل سره د هغه په مقابل کښې ونه دریږی نو خدای به دغه کس هم له هماغه ظالم سره محشور کړی . ای خلکو! بنی امیه وو فساد او تباهی ښکاره کړی ده ، الهی حدود یې بند کړی او د خلکو مالونه یې ځان ته بیل کړی دی . د حضرت امام حسین (ع) په منطق کښې د ظالم واکمن په وړاندې چوپتیا یوه ستره ګناه ده . د هغوئ په تګ لاره کښې د نفس عزت او پتمنې څپی وهی . دغه ځانګړنه د امام بزرګوار شخصیت له نورو بیلوی . په حضرت امام حسین (ع)کښې د عزت او کرامت روح دومره زیات ؤ چی ددی مخه به یې نیوله د یزید په څیر له ظالم او فاجر واکمن سره بیعت وکړی . د حضرت امام حسین (ع) له نظره له هغه واکمن سره بیعت چې د الهی حقوقو او د خلکو د حقوقو ساتونکی نه دی له ذلت او سپکاوی پرته بله ګټه نلری . له دې کبله په پریکنده ډول او میړانې سره د ظلم او زور د بیلګې د بیعت په وړاندې ودریږی او ددغه ذلت تر منلو مرګ غوره بولی . د حضرت امام حسین (ع)په مفکوره کښې انسانی کرامت او شرافت دومره ارزښت لری چی که اړتیا وی نو انسان یې د ساتنې لپاره باید له ځانه تیر شی . په دی ډول د حضرت امام حسین (ع) په غورځنګ کښې دومره رغنده او په زړه پورې مفکوری لیدل کیږی چی دغه غورځنګ له نورو تاریخی حرکتونو بیلوی . له همدی کبله ده چی د حسین بن علی آزادی غواړی حرکت د پیړیو پیړیو په اوږدو کښې اغیزمن او الهام بخښونکی پاتی شوی دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.