خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په حسینی حماسې کې د میرمنو رول

زمان تقریبی مطالعه: 9 دقیقه
هغه لوی سړی چې په تاریخ کې ئې مهم رول لوبولی دی ، د هغوی بریالیتوب دمیرمنو ددوو ډلو د سرښیندنې او قربانۍ پامته داره دی لومړۍ ډله هغه ایماندارې او سرښیندونکی میندې دی چې دغه ډول بچی ئې روزلی دی . دوهمه هم هغه سرښیندونکی میرمنې دی چې د خپلو میړونوتر څنګ د سختو پیښو په مقابل کې ورسره ولاړې دی . له دې امله د پیښو ترشا او په بیلابیلو ډګرونو کې له نیغ په نیغه شتون سره د ښځو پر رول ستګې نه شی پټیدلۍ .
د اسلام د تاریخ یوه مهمه پیښه چې په اسلامی امت کې ئې اساسی او بنیادی بدلون رامینځته کړ د امام حسین علیه سلام پاڅون او غورځنګ دی. په دغه سپیڅلی غورځنګ کې یوه رول لوبونکی ډله دمیرمنو وه . په دغه پاڅون کې میرمنو وښودله ، لکه څنګه چې د دین د ملاتړ او د حق او عدالت ټینګولو بحث مطرح دی ، هغوی د سړیو تر څنګ خپل تاریخ جوړونکی او اغیز شیندونکی رول لوبولی شی .
دحضرت امام حسین علیه سلام په غورځنګ کې د میرمنو شتون یو ډول د هغه بزرګوار د خوځښت بشپړونکی ؤ او دوی ځانګړی عمل وکړ . د عاشورا په ورځ د امام حسین په پاڅون کې د حق د یوشمیر کمو کسانو په مقابل کې د باطل د لسګونو زره کسیز لښکر مخامخ شو . روښانه ده په دغه ډول موقیعیت کې یوازې هغه کسان مقاومت کولی شی چې د ایمان او شجاعت له لوړو درجو برخمن وی . دامام حسین علیه سلام ځینو ملګرو د امام بزرګوار د لارې په سمووالی کې هیڅ شک نه کاوه او هیڅ شی له حقه په دفاع کې د هغوی مخه نه شوه نیولی . خو یوه بله ډله د لارې په پیل کې متزلزله وه . چې په هغوکې زهیر بن قین هم شامل ؤ .هغه په پیل کې له امام حسین علیه سلام سره له ملګرتیا ډډه کوله . خو دخپلې میرمنې د عمرولور دیلم د هڅونې او خبرداری له امله د امام حسین په لاره ئې ګام کیښود.
د زهیر یو ملګری وائی ، مونږ په 60 قمری کال کې د حج لپاره مکې ته تللی وو هغه راپورونو ته په پآم سره چې دامام حسین له خطرو د ډک سفر په باب مو آوریدلی وو ، هڅه مو وکړه چې دهغه بزرګوار له کاروان څخه لیرې شو څو له هغه سره مخامخ نه شو. په یوه ځای کې لږ تم شووامام او دهغه بزرګوارملګری هم هغلته راورسیدل . . له دې وروسته چې پرډوډۍ لګیا شو ناڅاپی امام حسین استاذی زمونږ وخوا ته راغی او زهیر ته ئې له سلامه وروسته ووئیل چې امام له تا غوښتی دی چې د هغه حضور ته ورشی . ددغې خبرې په آوریدو سره پر زهیر هیبت او حیرانتیا خوره شوه چې په لاس کې ئې هرڅه وو تر ې و لویدل . د چپتیا او هیبت په دغې فضا کې ناڅاپه د هغه د میرمنې غږ پورته شو چې :، سبحا ا.... د خدای د رسول زوی له تا غواړی چې ورشې او ته له دغه کاره ډډه کوې ؟ څه کیږی چې ورشې او خبره ئې واورې ؟
د زهیر د میرمنې دغه جملې د هغه په زړه داسې اثر وکړ چې همدغه یوې جملې زهیر لکه د سپڼکی په حرکت کې راوسته ، هغه د امام وخوا ته ورغی او له هغه سره ملګری شو.
ممکنه ده که زهیر دغه شان میرمن نه درلودلی نو د امام حسین سره په ملګرتیااو د خدای په لاره کې په شهادت سره دا ټول ویاړ به ئې نه ؤ په برخه. د زهیر میرمن له هغه سره د خدای په آمانۍ کې له هغه وغوښتل چې د قیامت په ورځ له امام حسین ابن علی څخه د هغې شفاعت هم وکړی .
د کربلا یوه بله میړانه میرمن ام وهب ده . هغه له خپل زوی وهب او د هغه له ناوې سره په یوې سیمې کې د امام حسین له کاروان سره مخامخ شوه او له امام سره یو ځای شوه . . ام وهب د امام حسین د معنوی او روحی فضایلو تر دې حده مجذوبه شوې وه چې له هغه سره په ملګریتا کې ئې هر څه هیر کړل . د پاڅون په ورځ وهب د خپلې مور په ډیر شوق . ولولې او مینې اظهارسره د جنګ ډګر ته لاړ اوپه ډیر میړنتوب سره وجنګید او تر دې چې شهید شو د هغه مور د هغه سر ته ودریده او په داسې حال کې چې له وینو ئې دخپل زوی مخ پاکولو ، نو وې وئیل د هغه خدای ډیر ه منندویه یم چې د حسین ابن علی په رکاب کې ئې د تا په شهادت سره زه سرلوړی کړم .
په دغه وخت کې ددغې جملې په آوریدلوسره د دښمن د لښکر یوه کس پر ام وهب حمله وکړه او هغه ئې د خیمې په ډنډې سره ووهله . په دې توګه ام وهب د خپل بې روحه زوی تر څنګ شهیده شوه او د کربلا لومړنۍ شهیده شوه .
د عمرو بن جناده مور هم یوه بله میړانه او سرښیندوکی میرمن ده چې د عاشورا په ورځ ئې یوه نه هیریدونکی صحنه راوپنځوله . کله د عمرو زوی شهید شو ، نو دښمن د زوی سر د هغې مور ته ولیږه د عمرو مور کله د زوی سر ولید ، نو هغه ئې بیا میدان ته وغورزوه او وې وئیل ، زه هغه څه چې د خدای په لاره کې مې قربان کړی دی بیرته نه اخلم .
د حضرت امام حسین علیه سلام په غورځنګ کې د موجودو میرنیو له کړچار او چلند څخه د دین له آئیدیالونو په دفاع کې د هغوی د همت او وفادارۍ په اندازې پوهیدلی شو . دوی په داسې حال کې چې د مصیبتونو خوره لوی پیټی پر خپلو اوږو اخسته ، په میړنتوب سره ئې د خدای د رسول له پاک لمسی سره مرسته او له حقیقته دفاع وکړه . .
ددغو سرښیندونکو میرمنو په سر کې حضرت زینب کبری سلا م ا... علیها ده . یو داسې انسان چې د علی او فاطمه د مکتب روزل شوې وه . هغه څه چې په کربلا پیښې کې د حضرت زینب بې بی رول په باب ذکر شوی دی ، په حقیقت کې د هغو کمالاتو ظهور او رامینځته کیدا ده چې هغې بزرګوار ې له ماشومتوبه زده کړی وو . زینب بی بی دروحی کمال هغه مرحلې ته رسیدلې وه چې د کربلا پیښه او د خپلوخپلوانواودګران ورورشهادت ئې الهی آزمیښت وباله او د یزید په وړاندې چې نیت ئې درلود د هغې سپکاوی وکړی ، په لوړ غږ سره ئې ووئیل چې ما په کربلا کې له ښکلا پرته بل څه ونه لیدل .
په دغې پیښې کې د حضرت زینب صبر او زغم بې بدیله دی . هغه وخت چې یوازې تر نیمې ورځې پورې ئې وروڼه ، تره زامن او ورارونه او دغه راز د هغې بی بی خپل دوه زامن هم ټول شهیدان شول ،بیا هم د خپل ورور امام حسین تر څنګ ودریده او په ډیرې پیاوړی او کلکې ارادې او هوډ سره ئې له خدآی پاکه وغوښتل چې د پیغمبر له کورنۍ دغه قربانی قبوله کړی . ځکه چې حضرت زینب سلام ا ... علیها په لا لوړ او لوی هدف فکر کاوه . هغه مسئولیت چې امام حسین له خپل شهادته مخکې په ځلونو ورته ښودلی ؤ.
امام حسین په کربلا کې له موجودو میرمنو غوښتی وو چې داسې نه وی چې احساسات ئې پر عقل او تدبیرونو غلبه وکړی او د هغوی د دندو په خلاف ترې کوم کار وشی .هغه بزرګوار د عاشورا په شپه میرمنو ته وفرمائیل ،
ائ زینب ، ائ ام کلثوم ،ائ فاطمه او ائ رباب ، فکر وکړئ کله چې زه شهید شم ، نو ګریوان ونه شلوئ . مخ ژوبل نه کړئ ، او زما پّه هکله هغه خبرې چې ناسمې وی ونه کړئ .
حضرت امام حسین علیه سلام له هغوی سره د خدآی په امانۍ پّ وخت هم وفرمائیل :، د یوه مصیبت لپآره تیار شئ اوپوه شئ چې خدا وند متعال د تاسو ساتونکی او ملاتړی دی او تاسو د دښمن له شره ساتی ؛. بلاخره د تاسو کار نیک ګرځوی او دتاسو دښمنان په بیلابیلو عذابو کې ښکیلوی . خدای ددغو بلاګانو او سختیانو په ځای تاسو ته ډول ډول نعمتونه در په برخه کوی . نو ځکه شکایت ونه کړئ او دا سې څه ونه وائۍ چې د تاسو عزت او منزلت کم کړی . ؛.
په دې توګه د کربلا له حماسه پنځونکو سره د میرمنو له ملګرتیا وروسته د امام بزرګوار او د هغه د وفادارو ملګرو له شهادته وروسته د هغوی د رسالت بله برخه پیل شوه . دوی د کربلا دمصیبتونو د پیغام رسولو دنده په غاړه واخسته . د حضرت امام حسین اوود هغه د وفادارو ملګرو له شهادته وروسته له هماغو لومړنیو شیبوڅخه غم ځپلی ماشومان او میرمنې بندیانې شوې . کله ئې چې غوښتل د بندیانو کاروان له کربلا کوفې ته روان کړی ، میرمنې ئې د شهیدانو له جنازو څنګته تیرې کړې کله میرمنې د خپلو خپلوانو جنازو ته ورسیدې نو یوه داسې منظره رامینځته شوه چې خورا لوی سنګدله کسان هم ترې اغیزمن شول . په دغو اغیزمنو صحنو کې هغه وینا هم وه چې زینب بی بی دخپل ورور په جنازې د دریدا په وخت وکړه
د بندیانو د کاروان د سفر په اوږدوکې د اهل بیت علیهم سلام هر ه یوه میرمنې په مناسب موقیعیت کې د خلکو لپاره ویناوې وکړې . پر حضرت زینب کبری سربیره دامام حسین لور فاطمه او د هغه بزرګوار خور حضرت ام کلثوم هرې یوې په کوفې کې داسې ویناوې وکړې چې د خلکو ژړا او فریاد راپورته شو . په تاریخ کې راغلی دی چې د کوفې ښځو ددغو خبرو په آوریدو سره پخپلو سرونو خاورې اچولې او مخونه ئې وهل او له خدایه ئې د خپل مرګ غوښتنه کوله .
داهل بیتو دمیرمنو هڅه دکربلادپیښې دجزیاتوڅرګندول وودامسئله پر دې سربیره چې د خلکو د احساساتودراپاریدوسبب شی،دکربلاپیښه ئې د تحریفولو له خطرې خوند ی وساتله او له امویانو ئې د هرډول پروپیګنډو فرصت واخست . په حقیقت کې میرمنو د هماغه بند له پړاوه دظلم اوستم سره په مبارزې کې دیوې کارنده وسلې په توګه استفاده وکړه اودفساداو نفاق سپیره څیره ئې نندارې ته وړاندې کړه.دوی په هغو ورځو کې داسلام دټاټوبی په درو مهموسیمویعنی په کوفې شام اومدینې کې دخلکودذهنونوپه ویښولوکې هڅه وکړه که څه هم د امام حسین علیه سلام پاڅون له حقانیته دډکودلیلونواوډیرو پیاوړواصولو په اساس ولاړ ؤ خو میرمنو ددغې پیښې دعاطفی اړخونوپه ژوروالی سره دذهنونودمتوجه کولو لپآره یو بل ګام پورته کړ .دوی پخپلو پیاوړواومستدللوخبروسره او هم په ویر او ماتم سره د خلکواحساسات او دحق د جبهې په ګټه وپارول په دې توګه لکه څنګه چې امام بزرګوار غوښتی وو،میرمنو په تدبیر شجاعت اوصبر سره دعاشوراله پاڅونه وروسته د پیښې اداره کړې .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.