خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
اسرایل چې ټول ترې ویریدل نور خارجی وجود نلری

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله سرمنشی وویل اسرایل چې ټول ترې ویریدل نور خارجی وجود نلری .
دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله عمومی منشی حسن نصر الله بیګا په یوې وینا کښې چې دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت په مناسبت له العالم ټیلی ویژن خپریدا هغه څه چې دستر اسرایل پروژه نومول کیږی دحزب په سرشیندونو او ځواک سره پاې ته رسیدلی وبلله او ویې ویل صهیونیسټان به دستر اسرایل پروژه قبر ته له ځان سره یوسی .
دلبنان دحزب الله سرمنشی حسن نصر الله دغه راز په ځینو عربو هیوادونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل هغه عرب هیوادونه چې په درې دیرش ورځنی جنګ کښې یې داسرایلو ملاتړ وکړ همدا اوس له ماتی سره مخامخ شوی دی .
دلبنان دحزب الله عمومی منشی دصهیونیسټانو دجاسوسۍ دادارو او ریډارونو په پیژندلو کښې دحزب الله بریالیتوب ته په اشارې سره دساز باز په خبرواترو کښې دوخت ضایع کولو لپاره داسرایلو چلول بیان کړ او دقدس دیهودی کولو لپاره داسرایلو دهڅې په باره کښې یې خبرداری ورکړ او ویې ویل صهیونیسټان هیڅ کله سوله نه غواړی .
هغه وویل اسرایل دسیمی په اسلامی هیوادونو کښې دشیعه او سنیانو ، په عراق کښې دکردانو او عربانو ، عیسایانو او په مصر کښې دمسلمانانو ترمینځ دفتنې رامینځته کولو هڅه کوی چې باید په وړاندې یې هوښیار ووسو.
هغه دایران په چابهار کښې دپرون ورځې دترهګرې چاودنې په غندلو سره وویل داډول اقدامات دمسلمانانو ترمینځ دتفرقې او فتنې درامینځته کولو لپاره اجرا کیږی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.