خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
فراه ولایت کې 3 وسله وال طالبان ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکی وایی، چې د شنبې په سهار 3 بجې د فراه ولایت په بلابلوک ولسوالۍ کې 3 وسله وال طالبان پر خپل ماین چاودنې کې ووژل شول.
د فراه ولایت د والی مرستیال محمد یونس کلید ته وویل: دغو طالبانو پلان درلود، چې د بلابلوک ولسوال موټر پرې والوزوی، خو خپله د همدې چاودنې خوراک شول.
نوموړی زیاته کړه، چې دغو طالبانو د فراه ولایت په ډېرى ناامنیو کې لاس لاره، چې په وژلو سره یې ښایی د سیمې امنیت کې ښه والى راشی.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلی.
د یادونې وړ ده، چې د روان لمریز کال په اوږدو کې د ملی پولیس نږدې 20 سرتېرو ته په بلابلوک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنو له کبله مرګ ژوبله اوښتې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.