خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/09/29 0:0کد خبر: 3224

2010 م کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونئ کال

2010 م کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونئ کال  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په افغانستان کې د کابو 700 بهرنیو سر تیرو په وژل کیدو سره 2010 م کال په افغانستان کې د امریکاېې او ناټو ځواکونو لپاره په تر ټولو خونړی او مرګونی کال بدل شوئ . په دې توګه چې لویدیځو رسنیو هم روان میلادی کال د افغانستان په خاوره کې د یرغلګرو ځواکونو لپاره تر ټولو سخت او مرګونئ کال بللئ دئ . افغانستان ته د لویدیځو لوړ پوړو چارواکو پرله پسې سفرونه چې د میلادی کال د پاې په بهانه تر سره کیږی په اصل کې د خپلو نظامی ځواکونو څخه د اندیښنې بیانوونکئ دئ . هر څو که د امریکا جمهور ریس باراک اوباما په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون مثبت ارزولو هڅې کوی او د دغه هیواد د اشغال لپاره بهرنیو ځواکونو ته یو ډول زړه ورکوی خو د بهرنیو عسکرو د مړیو انتقال داسې موضو ع نه ده چې د لویدیځو هیوادو او امریکا رهبران پرې پرده واچوی او د افغانستان د جګړې او اشغال په اړه خپلو درواغو ته دوام ورکړی . په همدې حال کې د فرانسې دولت د افغانستان په خاوره کې د خپلو ځواکونو په شتون ټینګار کوی چې د فرانسې عمومی افکار په شدت د هغې مخالف دی ځکه شمیرنې ښېې چې کال تر بل کاله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله مخ په زیاتیدو ده او دا په دغه هیواد کې د سولې او امن په راوستو کې د بهرنیو ځواکونو پاتې والئ په په ګوته کوی یا په بل عبارت د اشغال ګرو ځواکونو د تلفاتو زیاتیدا په افغانستان کې د هغوی په ماته او ناکامئ دلالت کوی . د خپرو شویو راپورونو په اساس د افغانستان د اشغال له وخته تر اوسه تر 3 زرو زیات بهرنی پوځیان او افسران وژل شوی دی چې ویل کیږی په دریو کې دوه ېې امریکایان دی . په همدې اړه یوه مهمه نکته چې لویدیځې سرچینې پری سترګې پټوی په افغانستان کې د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې زیاتیدا ده چې په روان م کال کې له زرو تنو اوښتې ده . ملګرو ملتونو هم په 2010 م کال کې په افغانستان کې د ملکی خلکو په مرګ ژوبله کې 30 سلنه زیاتوالئ تایئد کړئ دئ . دا په دې معنی ده چې بهرنی ځواکونه نه یواځې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې له جدی ستونځو سره مخ دی بلکې په دې هیواد کې د ناامنئ په جدی لامل هم بدل شوی دی . له همدې مخې د افغانستان خلک او دولت د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د دغه هیواد امنیتی ځواکونو ته د امنیتی چارو په سپارلو ټینګار کوی . په هر حال 2010 میلادی کال په داسې حال کې پای ته رسیږی چې د امریکا سیاسی او نظامی چارواکی 2011 م کال هم په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو لپاره له ستونځو ډک کال ګڼی او دا په دې معنی ده چې د افغانستان لانجه به تر پخوا لا ډیر د امریکا او ناټو ګریوان ونیسی چې په امریکا کې د ویتنام د ماتې د تکرار سختیو ته لمن وهی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.