خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
میدان وردګو کې 6 بېلابېلې پروژې پیل شوې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې شپږ بېلابېلې پروژې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایی ادارې(USAID) د (671000) امریکایی ډالرو په ارزښت د یولړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
د دی پروژو په اړه د میدان وردګو ولایت والی ویاند شاهدالله شاهد کلید ته وویل، چې په نوموړو 6 پروژو کې د کاریزونو، ویالو، کانالونو پاکول او هم د فرعی سړکونو جوړول شامل دی، چې د سیدخیلو، اسماعیل خیلو، صافیانو، کرنیل خیلو او ماماکیوو په کلیو کې به ترسره او د سیمې (600) تنه ځوانان به هره ورځ په کار مصروف شی.
شاهد وایی: دا پروژې په داسې حال کې پرانستل کېږی، چې د سېلابونو د بهېدو له امله د دې ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکو ته مالی زیان اوښتى دى، حاصل خیزې او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوی دی.
نوموړى زیاتوی: په دې ولایت کې به د دې پروژو ترڅنګ نورې داسې ګټورې پروژې په بېلابېلو ولسوالیو کې هم پلې شی.
نوموړې پروژې به په راتلونکو 9میاشتو بشپړې او په درېیو مرحلو کې به ټول 2000 تنه خلکو ته د کار زمینه برابره شی.
د یادونې وړ ده، چې سږ کال د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو او سیمو کې دې ته ورته پروژې عملی شوې دی.
د دې ولایت مرکز میدان ښار کې یوه میاشت وړاندې هم د 3 ملیونو په ارزښت ورته یوه ګټوره پروژه پیل شوې وه، چې هره ورځ به په کې 900 تنه ځوانان په کار بوخت وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.