خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر امنیتی پوستې د وسله والو طالبانو برید

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکی وایی، چې د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې 6 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د همدې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد کلید ته د ټلیفون پر لیکه وویل، چې دغه نښته تېره شپه د کوهستانات ولسوالۍ په جلغان سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې یو پولیس مړ او یو ټپی دى.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه نښته کې د وسله وال طالبانو له ډلې هم یو تن مړ او 3 نور ټپیان دی.
د دغې نښتې په اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دی ویلی.
کوهستانات د هېواد له ناامنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږی، چې وخت ناوخت ترې د ورته پېښو خبرونه راځی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.