خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانو سرچینو، په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عملیات وحشیانه وبلل.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
افغانو سرچینو، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو سخت غبرګون ښودلې او شوی عملیات یی وحشیانه بللې.
د ورځپاڼې په وینا هره شپه د هېواد په کلیو او بانډو کې د دوی له خوا کیږی.
خبروایی چې په دې عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو وروسته له هغې، چې د یو شرکت دوه ساتونکی ووژل او دوه نور یی ټپیان کړل، پرته له دې، چې د مخالفینو په نوم څوک پیدا کړی له سیمې ووتل.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه لیکلی، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د کابل ښار په ګڼ میشته سیمه کې عملیات ښیۍ، چې مرستندویان ورو ورو په یرغلګرو او قاتلانو بدلیږی.
ورځپاڼې لیکلی، که څه هم دا ډول عملیات هره شپه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې کیږی، خو د کابل عملیاتو دا وښودله، چې ناټو او امریکایی ځواکونه نه افغان دولت په رسمیت پیژنی او نه دا نظام او حکومت د دې وړ بولی، چې ورسره په ګډه کار وکړی.
ورځپاڼې لیکلی دا ډول عملیات نه یوازې په خلکو کې د موجوده حکومت او نظام باور کمزوری کوی، بلکه د بهرنیو ځواکونو په وړاندې په خلکو کې کرکه اوغصه لازیاتوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.