خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/04 0:0کد خبر: 3308

دحضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړه دې پرټولو مبارک وی

دحضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړه دې پرټولو مبارک وی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 9 دقیقه

پرالهی پیغام راوړونکودې دخدای سلام اودرودوی،سلام وی پرهغه چاچې د رحمت دباران په څیرئې روحونه خړوبه کړی اوویده انسانانوته ئې په خورالوړو الهی معارفوسره تاندوالی بخښلی .پرهغوغوره کسانودې دخدای سلام او درود وی چې انسانان ئې دخدای بندګۍ، دعدالت ټینګولواودظلم ختمولوته وبلل اوپه دغې لارې کې ئې ډیرکړاؤنه وزغمل . سلام وی پرنوح،سلام وی پرابراهیم،سلام وی پرموسی،سلام وی پرعیسی او سلام وی پر محمد چې درسالت دلړۍ وروستۍ کړۍ ده . دادی اوس حضرت عیسی مسیح علیه سلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په شپو ورځوکې یوویوداسې پیغمبرچې دټولونړیوالولپاره دعدالت غوښتنې اود مینې ځیر ی ورکونکی ؤ.هغه چې دخدای په حکم ئې په ځانګوکې خبرې وکړې اودقرآن پآک په مریم سورې له 30تر 33پورې آیتونوکې راغلی دی چې ویده خلکوته ئې داسې خطاب وکړ؛،زه دخدای بنده یم،هغه ماته آسمانی کتاب راډالۍکړی اوزه ئې پیعمبرټاکل یم هرچرته چې وم زماوجودئې له برکته ډک ګرځولی دی اوترڅوچې ژوندی وم،نودزکواةاولمانځه سپارښتنه راته شوې ده.دخدای سلام پرماپه هغې ورځې چې وزیږول شوم اوپه هغې ورځې چې مرم به اوپه هغې ورځې چې بیابه ژوندی کیږم:. دغه شان نړۍ د یو ه بل الهی پیغمبر د نیکمرغه زوکړې له نوره رڼا شوه . سلام وی پرهغه اودهغه پرپاکې مورمریم .دحضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وی . دوحې دپیغام راوړونکودخدای پاک دنیکمرغۍاولوړوحکمونودرسولو لپاره په هڅې کې مهمې موخې په نظر کې درلودې . دوی د خداوندمتعال او د انسان ترمینځ په دائمی ، عاشقانه او آګاهانه ارتبا ط په ټینګولو پسې وو . ځکه چې ددغو ارتباطاتو د ټیڼګیدا په سیوری کې د انسانانو د ژوند له ډګره ډیر روحې او ټولنیزې ستونزې او مشکلات له مینځه ځی . پیغمبرانو خلک د واحد خدای عبادت ته وبلل او په ژوند کې د توحید د چورلیزی رول په بیانولو سره ئې په انسانانو کې د بندګۍ او عبودیت د روحیې پیاوړی کولو ته مخه کړه ، د کړیدلو او مظلومو انسانانو دفاع او له ظلم او بې عدالتۍسره مبارزه دټولوالهی پیغمبرانوګډه موخه وه،یوداسې هدف چې حضرت عیسی مسیح هم ددغې لارې په تحقق کې ډیرکړاؤنه وزغمل . حضرت عیسی یوداسې پیغمبرؤچې په قرآن پاک کې په ډیرلویوالی سره یاد شوی اوداحترام په سترګه ورته کتل شوی دی .په قرآن پاک کې په ډیرو آیتونو کې دحضرت مسیح مقام اورول داولوالعزم پیغمبر (د شریعت او کتاب د خاوند) په توګه معرفی شوی دی . دحضرت عیسی مسیح نیکمرغه زوکړه یوه حیرانونکی کیسه ده چې په قرآن پاک کې ورته جوته اشاره شوې ده . حضرت مسیح په معجزناک ډول له دې پرته چې پلار ولری ، وزیږید. هغه بزرګواردمریم په نامه له پاکې مور وزیږید.حال داچې مریم خاوندنه درلود.خدای پاک په قرآن کې دعمران دلور مریم خبره کوی چې یوه پاکه او له خدایه ویریدونکی جینۍوه.هغې یونورانی اوخاشع زړه درلوددعې پاکې بی بی دعبودیت په لاره کې اودپاکۍپه ساتلوسره داسې مقام ته ورسیده چې د هغې خوړه له جنته تامیندل .مریم د کمال په لاره کې حتی داسې مقام ته ورسیده چې دخدای له خواپرې وحی نازله شوه که څه هم دغه وحی د هغې لپاره دپیغمبرۍاو شریعت حکم نه درلود خو له خدا وند متعال سره د هغې د پیاوړی او دوامدار ارتباط ښودنه وه .یوه ورځ چې مریم د خدای د عبادت په وخت یوازې وه ، نو جبرائیل د هغې وخوا ته ورغی او دغې لوئې او پاکې بی بی ته ئې د یوه زوی د زیږیدا ځیری ورکړ .خدای پاک د قرآن مجید په مریم سورې کې له 16 تر 19 پورې آیتونوکې فرمائی :، په دغه کتاب (قرآن ) کې د مریم یادونه وکړه کله چې له خپلې کورنۍ جلا شوه اودبیت المقدس ختیځې سیمې ته لاړه . اودځان اودهغو ترمینځ ئې پرده وغوړوله په دغه وخت کې مونږ روح ا لامین (مقربه فرښته) دهغې په لور ولیږله اوهغه په انسانی شکل سره له کوم عیب او نیمګرړتیاپرته پر هغې ظاهره شوه.مریم (ډیره ویریده ) ووئیل زه له تاخپل رحمن خدای ته پناه وړم که پرهیزګار ئۍ . وې وئیل ،زه د تا د پروردګار استاذی یم (راغلی یم)څو تا ته پاک بچی دروبخښم :. دقرآن له نظره حضرت عیسی مسیح د نورو انسانانو په څیر یو انسان دی او د هغه بزرګوار له معجزناکې پنځیدااوپیغمبرۍ پرته دخدای اودهغه ترمینځ بل ارتباط نشی لیدل کیدلی . له دې امله قرآن دعیسی نامه د هغه له مور سره یوځای ذکر کوی څو په دغه ټکی ټینګار وشی چې هغه د خدای بچی نه بلکې د یوه انسان بچی دی . او یا د مقام الوهیت خاوندنه وی. . هغه د نورو انسانانو په شان دمورپه رحم کې دجینین پړاؤتیرکړی اوله زیږیداوروسته دنوروبچیانو په څیر د مور په غیږې کې روزل شوی اود ژوند په اوږدو کې ئې ټول کردار او عملونه د نورو انسانانو په څیر ؤ حضرت عیسی علیه سلام کابو دیرش کلن ؤ چې د خداوندمتعال په حکم یې په خلکو کې درسالت تبلیغ ته مخه کړه او دوی ئې د خپل دین پیروۍ ته وبلل . هغه خلکو ته وفرمائیل چې توبه وکړی او په ژوند کې دخدای پرستی اوولایت ومنی . حضرت عیسی مسیح یو نیک او لوړشخصیت درلود .هغه په عامو خلکو کې ژوند کاوه او ورسره ئې ناسته پاسته درلوده . له اړمنو او ستونزمنو سره ئې خواخوږی درلوده او پر بې وځلو او مسکینانو ئې دمهربانۍ لاس تیراوه او له اشرافیت او ښکلاؤ ئې ځان لیرې ساته ّ .حضرت عیسی مسیح د کړیدلو او مظلومو کسانو کې ډیر محبوب وو.هغه بزرګوار له هغو سره مینه کوله او د یوې مهربانې سیوری په څیر ئې هغوی ته پناه ورکوله . حضرت عیسی علیه سلام د خپلې پیغمبرۍ د ثابتولو لپاره خلکو ته معجزې او حیرانونکی کرامات وښودل . هغه حضرت پخپل نفس او د خدای په قدرت سره مړی ژوندی کول ، هغه کسان چې له موره ړندهّ زیږیدلی ، بینا کول به ئې او ناروغانو ته ئې شفا ورکوله . خو ددغو معجزو تر څنګ باید ووئیل شی چې له مظلومانو د عیسی مسیح ملاتړ او دهغه بزرګوار نیک اخلاق او لارښونکی او ارزښمنې خبرې هغه ته د ډیروخلکودلیوالتیاسبب شوې . حضرت عیسی مسیح خلک له ظلم ، کړاؤ او انحرافه غړول . هغه بزرګوار کله د خپل رسالت په ترسره کولو کې د یهودیانو د یوې ډلې له کینه کښو یرغلونو سره مخامخ شو،نو په وفادارو یارانو پسې شو او وې فرمائیل ، څوک له ما سره ملګرتیا کوی ؟ . دهغه شاګردان چې پر هغه ئې کلک ایمان درلود، د هغه غږ ته ئې ځواب ووایهّ او ېو ویل چې مونږ د خدای ددین یاران یوو او پر تا مو ایمان راوړی دی دوی حواریون وو او حواریون د مسیح ددین تبلیغ کونکی شول . او حضرت عیسی مسیح دوی چې دولس کسان وو ، د خپل رسالت د تبلیغ لپاره ئې بیلابیلو سیمو ته ولیږل .حضرت مسیح خپلو حواریون ته له ظلم سره دمقابلې اودعدالت غوښتنې یادونه وکړه اووې فرمائیل :، ائ د حواریونو ډلې له ګناهګارانواوباغیانوسره د دښمنۍ په وسیله له خدای سره دوستۍ ته مخه کړئ . او له هغوی څخه په لیرې کیدا سره ځانونه له خدای سره نزدې کړئ ؛. یوه ورځ حواریونو حضرت عیسی ته ووئیل ائ روح ا... له چا سره ناسته پاسته وکړو ؟ وې فرمائیل له هغه چا سره ناسته پاسته ولرئ چې ورسره لیده کاته درته خدای یاد کړی او د هغو خبرې ستاسو پوهه زیاته کړی او د هغو عمل تاسو له آخرت سره ګروهمن کړی . همداراز حضرت عیسی مسیح خپلو ملګرو ته سپارښتنه وکړه ؛،که خپل زړونه د مرګ په یادولو سره نرم نه کړئ نو یاغیان به شئ . که کشتۍ په سمندر کې ډوبه شی ، نو سمندر ته هیڅ تاوان نه شی رسولی . نو ځکه ستاسو ګناهانې د خدای له لویوالی هیبڅ شی نه کموی او هیڅ تاوان نه ورسوی . خو دا تاسو یاست چې تاوان وینئ ؛. د یوه خدای پرستی او دعبادت د روحیې دودیدا ، له نورو سره مهربانی ،د عدالت پراختیا او له ظلم سره مقابله دټولوالهی نبیانودتعلیماتوکډ اصول دی . خداوندمتعال په قرآن پاک کې ددغه حقیقت په بیانولوکې چې دټولو الهی پیغمبرانوموخې اوتعلیمات مشترک دی،دبقرې سورې په 136 آیت کې د اسلام پیغمبرته په خطاب کې فرمائی:،ووایه مونږ پر خدای او هغو آیتونو چې پر مونږ نازل شوی دی او په هغه څه چې په ابراهیم ، اسماغیل ، اسحاق یغقوب او بچیانو ئې نازل شوی دی او هغه څه چې موسی اوعیسی ته لیږل شوی دی او پر هغه څه چې پر نور پیغمبرانو د پروردګار له خوا نازل شوی دی ایمان راوړی دی او په پیغمبرانو کې هیڅ فرق نه کوو او ټول د خدای حکم ته تسلیم دی . له بده مرغه په اوسمهال کې یوشمیرهڅه کوی چې بشریت ته دالهی پیغمبرانومختلفې څیرې وړاندې کړی اوله الهی پیغمبرانویودرحمت او دوستۍرسول اوبل دجنګ اوتاؤتریخوالی پیغمبرمعرفی کړی،په داسې حال کې چې ټولوپیغمبرانوله نوح اوابراهیّمه رانیولې ترعیسی اومحمدپورې له خلکوغوښتل چې دیوه بل په نسبت مهربانه ووسی اونرمښت او نرموالی ولری، خو د بې عدالتۍ اوستم په وړاندې چپتیا غوره نه کړئ . له دې امله حضرت عیسی له ظالمانو سره دښمنی له خدای سره د دوستۍ لپاره لار ګڼله . په اوسنی زمانې کې بشریت د الهی دینونو د حقیقیت موندنې ته اړتیا لری . یوداسې حقیقت چې په سولې اوعدالت مشتمل وی.خودظلم اوستم په وړاندې چپتیا جایزه نه ګڼی .اوس په داسې شرایطوکې یوچې تاؤتریخوالی ، ظلم نیواکګری او بې ثباتۍ دنړۍ فضاککړه اوناکراره کړې ده اوقدرت غواړواومستکبرانو الهی دینونه دخپلو سلطه غواړوموخو لاسوندګرځولی دی .دوی ځانونه دعیسی مسیح پیروکارګڼی په داسې حال کې چې دهغوی په وینااوعمل کې دعیسی مسیح دتعلیماتوهیڅ نښه نښآنه نه ترسترګوکیږی.دحضرت عیسی مسیح اودهریوالهی پیغمبرنیکمرغه زوکړه داسې فرصت دی چې دالهی دینون پیروکاران دتوحیددبلونکوپه ګډاوصولو فکر وکړی او له ذهنونودغفلت اوجهل ددوړو دوینځلواودحق دروښانه لارې دمعلومولو لپاره دیوبل ترڅنګ شی .په دغه نیکمرغه ورځ هیله کووچې دفلسطین افغانستان اوعراق په څیر دنړۍ په ځینوسیموکې له غمونواوکړاؤنو ډکه فضادحضرت عیسی مسیح دپیروۍدمدعیانوله ظلم،ستم او کړاوه وژغورل شی .بې شکه که حضرت مسیح اوس په مونږکې وای،نویوه شیبه دکړیدلو خلکودژغورلولپاره به ئې ځنډنه وائ کړی.نوځکه به یوه ورځ داسلام دګران پیغمبر له پاک لمسی حضرت امام مهدی سره یوځای مځکې ته راستون شی څوسلطه ګراوباغیان په ځای کینوی اوپه درستې مځکې کې عدل او انصاف واکمن کړی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.