خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/04 0:0کد خبر: 3309

د افغانستان د ولسمشر مرستیال له ایرانیو چارواکو سره وکتل

د افغانستان د ولسمشر مرستیال له ایرانیو چارواکو سره وکتل  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د اسلامی ایران ولسمشر د افغانستان د ولسمشر له مرستیال سره وکتل . د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمسر ډاکټر محمود احمدی نژاد نن د افغانستان د ولسمشر له مرستیال محمد قسیم فهیم سره وکتل او په دوه اړخیزو مسئلو ورسره وغږیده . په دی اړه نو جزیات نه دی روښانه شوی . همدغه رازد ایران د قضایه قوی مشر د افغانستان د ولسمشر له مرستیال سره په کتنه کښې هیله وښودله د افغانانو ستونزې ددغه هیواد د مسئولانو او خلکو په هڅو سره پای ته ورسیږی او دغه هیواد پرمختګ وکړی . د ایران د قضایه قوی مشر آیت الله صادق آملی لاریجانی د دواړو هیوادونو اړیکې مخ په وده وبللی او ویې ویل د واړو هیوادونو ګډو اهدافو ته باید پام وشی او تهران چمتو دی خپلی قضایی او حقوقی تجربی افغانستان ته ورکړی . ښاغلی لاریجانی په افغانستان کښې د امریکایی او لویدیځو عسکرو شتون ته اشاره وکړه او ویې ویل متاسفانه په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو په شتون سره په دغه هیواد کښې د نشه ایزو توکو کر او تولید زیات شوی دی او دې چارې د ایران او د افغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو ستونزې هم زیاتی کړی دی د افغانستان د ولسمشر مرستیال هم په دې کتنه کښې وویل د ایران او افغانستان ملتونه د افغان جهاد د مهال په شمول په درستو وختونو کښې یو د بل تر څنګ دی . هغه په ایران کښې د افغان مجرمانو بندیانو د ستونزې له آوارې سره د ایران د ملګرتیا او مرستې غوښتنه وکړه . همدغه راز د یو بل خبر له مخې د اسلامی ایران د ولسمشر مرستیال محمد رضا رحیمی هم نن د افغانستان د ولسمشر له مرستیال محمد قسیم فهیم سره وکتل او ویې ویل دواړو هیوادونه د خپلو ملتونو هو ساینې لپاره لوړ ګامونه پورته کولای شی . رحیمی په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان د خپلواکۍ او بیارغونې لپاره به له هیڅ ډول مرستو ډډه ونکړی . ښاغلی رحیمی وویل استکباری قدرتونو د 2001 میلادی کال د سپتامبرد 11 نیټی له پیښې وروسته له ترهه ګر ۍ سره د مبارزې په پلمه دغه هیواد ونیوو او نا آمنه کړ . د اسلامی ایران دولسمشر مرستیال وویل د لویدیځوالو د ظلم او ستم وخت نور تیر شوی دی او په نږدې راتلونکې کښې به د سلطې نظام نسکور شی او افغانان به د خپل هیواد واکمنې ترلاسه کړی . د افغانستان د ولسمشر مرستیال هم په دې کتنه کښې د دغه هیواد په وړاندې د ایران دریځونه وستایل او ویې ویل د افغانستان ملت به هیڅکله له افغانانو د ایران هراړخیز ملاتړ هیر نکړی . د یو بل خبر له مخې د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی هم د افغانستان د ولسمشر له مرستیال سره په کتنه کښې وویل د بهرنیو عسکرو وتل ، ددغه هیواد له بیارغونې او د آمنیت له ټینګیدو سره مرسته کوی . لاریجانی له فهیم سره په کتنه کښې وویل افغانان د اسلامی دیموکراسۍ په سیورې کښې حقیقی ارامښت ته رسیږی . د ایران د اسلامی شورا مشر د نشه ایزو تو کو تولید او نا آمنۍ د افغانستان د بیارغونې اصلی خنډونه وبلل . د افغانستان د ولسمشر مرستیال همدغه راز د ایران له دفاع وزیر سره هم کتلی دی . د یو بل خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیرسردار برید جنرال احمد وحیدی په دغه کتنه کښې وویل د افغانستان د پوځ پیاوړی کول د ایران د پوځ پیاوړتیا ده او تهران چمتو دی په پوځی زمینو کښې خپلی تجربی کابل ته ورکړی . دغه لیدنه د ایران د دفاعی توان د نندارتون تر څنګوشوه د افغانستان د ولسمشر مرستیال پرون په دوه ورځنی سفر ایران ته راغلی دی.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال له ایرانیو چارواکو سره وکتل  - تصویر دوم خبر
د افغانستان د ولسمشر مرستیال له ایرانیو چارواکو سره وکتل  - تصویر سوم خبر
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.