خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر فرخار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو راکټی برید

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ پر ودانۍ وسله والو طالبانو راکټی برید کړ، چې د چارواکو په وینا چا ته په کې کوم زیان نه دى اوښتى.
د تخار د والې ویاند فیض محمد توحیدی کلید ته وویل، چې تېره شپه پر یاده ولسوالۍ وسله والو طالبانو برید کړى، خو پر هدف نه دى لګېدلى او له همدې امله هیڅ ډول تلفات نلری.
پر فرخار ولسوالۍ د تېرې شپې د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او په اړه یې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ټیلفون له لارې کلید ته ادعا وکړه، چې په برید کې یې 3 پولیس وژلی او 6 نور یې ټپیان کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په تېر کې یاده ولسوالی د تخار له امن لرونکې ولسوالیو څخه شمېرل کېده او دا په دې ولسوالۍ کې لومړۍ پېښه بلل کېږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.