خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دایران او افغانستان دملګرتیاو پراختیا ددواړو هیوادونو او دسیمې په ګټه ده

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
دایران اسلامی جمهوریت ته دافغانستان دولسمشر دلومړی مرستیال سفر او دایران له مسولانو سره دهغه کتنې ددې ښودنه کوی چې افغانستان له تهران سره دخپلو ملګرتیاو دپراختیا لپاره جدی اراده لری او دغه ملګرتیاوې دسیمې او خپل هیواد دامنیت په ګټه ګڼی .
دافغانستان دولسمشر کرزی لومړی مرستیال محمد قاسم فهیم چې دیوه لوړرتبه پلاوی په مشرۍ وړمه ورځ تهران ته راغلی پر ون دایران له مسولانو سره کوټلی کتنې درلودلې .
دافغانستان دولسمشر لومړی مرستیال پرون دایران داسلامی جمهوریت له ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد سره په خپلې لومړنۍ کتنې کښې دسیمه ایزو بدلونونو او ددوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې وکړې .
دایران ولسمشر په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې ایران او افغانستان ډیرې دینی ، کلتوری او تاریخی ګډولې لری ددواړو هیوادونو دملګرتیاو پراختیا یې ضروری وبلله او هغه یې دسیمې دامنیت او ددواړو ملتونو په ګټه وګڼله .
دایران اسلامی جمهوریت له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو پراختیا دخپل خارجی سیاست په لومړیتوب کښې راوستلی ده .
دایران مسولانو په ځلونو ویلی دی له یو بل سره دګاونډیو هیوادونو ملګر تیا ددوې په ګټه ده او دګاونډیو هیوادونو داړیکو دخرابولو لپاره په سیمه کښې دپردیو دلاسوهنې زمینه له مینځه وړی .
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا دافغانستان له نیواکه وروسته په دغه هیواد کښې په خپلو ناکامیو دبرغولی دکیښودلو لپاره په چټی پلمو سره هڅې کړی دی دایران او افغانستان ترمینځ اختلاف واچوی خو هغوې تل ناکامه شوی دی .
ایران ته دافغانستان دولسمشر دلومړی مرستیال قاسم فهیم سفر همدغه خبره تایدوی .
کارپیژاندی باوری دی دغه سفر ددې ښودنه کوی چې دافغانستان دحکومت کړچار له ګاونډیو هیوادونو سره دنږدې ملګرتیا لرل او په افغانستان کښې دپراختیا او امنیت دټینګولو لپاره ددغو
هیوادونو له ظرفیته استفاده کول دی .
دایران اسلامی جمهوریت تل په سختو شرایطو کښې دافغانستان دملت او حکومت په څنګ کښې وو او دی او دافغانستان دپراختیا لپاره یې له هیڅ مرستې ډډه نه ده کړی .
دافغانستان مقاماتو دایران ددغو مرستو قدرونه هم کړی ده .
دافغانستان دولسمشر لومړی مرستیال پرون دایران له مسولانو سره په جلاجلا کتنو کښې دافغانستان په وړاندې دایران داسلامی جمهوریت دریځونه وستایل او ویې ویل افغانستان به هیڅ کله له افغانانو دایران هراړخیزه ملاتړونه او مرستې هیرې نکړی .
هماغه ډول چې دافغانستان دولسمشر لومړی مرستیا محمد قاسم فهیم وویل دایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې دارامښت او ثبات په ټینګولو او بیا رغاونې کښې ستره ونډه لرلی ده .
دایران مسولان وای دافغانستان پرمختګ او په دغه هیواد کښې دامنیت ټینګول له سیمه ایزو ملګرتیاو سره تړلی دی او ایران په دې زمینه کښې چمتو دی خپلې تجربې ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا افغانستان ته ورکړی .
دافغانستان دولسمشر دمرستیال قاسم فهیم په تعبیر دایران اسلامی جمهوریت نن سبا ددنیا دټولو مسلمانانولپاره دهیلې په مرکز بدل شوی دی او په ټولو زمینو کښې دایران وسونو مسلمان ملتونه خوشحاله کړی دی .
په همدې دلیل دافغانستان دولسمشر لومړی مرستیال دایران له مسولانو سره په کتنې کښې دخپل هیواد دپراختیا لپاره دایران له ارزښمنو تجربو داستفادې غوښتنه وکړه او مثبت ځواب یې ترلاسه کړ .
ایران او افغانستان په ژورو کلتوری پیوندونو سره ګډ دښمانان لری او ددواړو هیوادونو دملګرتیاو پراختیا دسیمې دامنیت ، سولې او ددواړو ملتونو په ګټه ده .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.