خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
چارواکو د اتل امید په نامه د عملیاتو د غځونې خبر ورکړ

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
امنتیی چارواکو په جنوب لویدیځ زون، کندهار، زابل، ارزګان او دایکنډی کې د ( اتل امید) په نوم د عملیاتو د پلان غځونې خبره ورکړ.
دغه پلان، چې 1390 کال لپاره جوړ شوى او 18 میاشتې به دوام وکړی موخه یې د دولت د وسله والو مخالفینو ځپل، بیارغونه، حکومتداری او د ترهګریزو بریدونو او ماینونو مخکې له مخکې شنډول دی.
په دې اړه د کندهار 205 اتل قول اردو په قومندانۍ کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د وسله وال پوځ لوى درستیز، د جنوب لوېدیځ زون والیانو، امنیتی چارواکو او په جنوب لوېدیځ زون کې د ایساف ځواکونو قوماندان برخه درلوده.
په کندهار کې د دوه پنځوسم اتل قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالحمید وایی، چې د دې عملیاتو اساسی موخه د دولت د مخالفینو تر ولکۍ لاندې سیمو نیول او پرې دولتی حاکمیت او د حکومت رامنځته کول دی.
د هغه په وینا: دا یو نوى پلان نه بلکې د تېر پلان د مودې غځول دی، چې په ترڅ کې به یې دغه لړۍ د ټول جنوب لویدیځ زون په کچه عملی شی، چې په هغه کې تر ټولو مهمې د کندهار د ماینشین، غورک ،شاولیکوټ او خاکریز ولسوالۍ
د یادونې وړ ده، چې دغه عملیات د همکارى په نوم د تدابیری پلان هغه برخه ده، چې قابو یو کال وړاندې د کندهار ښار ترڅنګ په پنجوایی، ارغنداب، ژړۍ او ډنډ ولسوالیو کې پیل شوه.
که څه هم چارواکی د یادو عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو څخه د یادو سیمو د پاکېدا خبره کوی، خو وسله وال مخالفین وایی، چې هر ځل د ژمی په رارسېدو سره د دوى په بریدونو کې کموالى راځی او وروسته بېرته زر اخلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.