خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان کښې به سږ میلادی کال به د خبرواترونه، بلکه د زور آزمویلوکال وی

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
په افغانستان کښې ښکلی لورې وایی په 2011 میلادی کال کښې به جنګ سخت شی .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت فیصله کړی ده تر څو راتلونکو اونیو پورې افغانستان ته نور څوارلس سوه تازه دم عسکر واستوی او ددغه هیواد په جنوب کې یې میشت کړی .
د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس په دې اړه وویل دغه فیصله په راتلونکې اوړې کښې د طالبانو لخوا د حملو دسختولو له ګواښ وروسته شوی ده .
دغه فیصله په داسی حال کښې شوی ده چې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د حکم له مخې ټاکل شوی ده د 2011 میلادی کال له نیمایی سوکه سوکه له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو وتل پیل شی .
البته د امریکا په یوې خبرې او ژمنې هم باور نه دی په کار او کوم ارزښت نلری ، ځکه له یوې خوا له افغانستان څخه د وتلو اعلان کوی او له بلې خوا وایې که شرایطو د وتلو اجاز ه ورکړه نو دغه چاره به تحقق ومومی او د لیسبون په غونډه کې یې خو هر څه په ډاګه کړل .
امریکا د لیسبون په غونډه کښې اعلان وکړ تر 2014 میلادی کال پورې افغانانو ته د آمنیتی چارو مسئولیت وسپاری او له هغې وروسته به ورو ورو خپل عسکر له افغانستان څخه وباسی .
له دې سره په یوه وخت امریکایانو اعلان کړی دی له دغې نیټې وروسته به هم یو شمیر امریکایی پوځیان په امریکایې اډو کښې پاتی شی څو له افغان ځواکه ملاتړ وکړی . اوس خو لا په افغانستان کښې د امریکا لخوا د دایمی پوځی اډو د جوړولو آوازې هم اوریدل کیږی چې دغه اډی په بګرام ، قندهار ، بلخ او شینډنډ کښې لا له پخوا جوړی شوی هم دی .
باید ووایو چې دا خبره په افغانستان کښې ټولو ته د لمر په څیر معلومه او روښانه ده چې امریکا د افغانستان د ملت په وړاندې ماتې خوړلی ده او د واشنګټن حکومت په امریکا کښې دننه د عمومی افکارو لخوا تر سخت دباوو لاندی دی او له اقتصادی او پوځی ناورینونو سره مخ دی او د تیښتې لاره لټوی .
خو ددی لپاره چی په تاریخ کښې د شوروی په څیر ماتی خوړلی ونه بلل شی ، 2011 میلادی کال یې برخلیک ټاکوونکی بللی دی او هڅه به وکړی سږمیلادی کال په افغانستان کښې خپل ټول زور ووهی او طالبان به له پوځی نظره تر دباوو لاندی راولی تر څو هغوئ داسی خبرو اترو ته مجبوره کړی چی امریکا پکښې ونه شرمیږی او پاکستان هم په دی زمینه کښې له امریکا سره لاس یو کړی دی څو طالبان او القاعده سره جدا کړی او له امریکا سره د طالبانو، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ګوند او حقانی ډلو د پخلاینې زمینې برابری کړی خو دا کار ډیر سخت دی چې طالبان او القاعده دې سره بیل شی .
د دغه راپور له مخې ددې چارې د تحقق لپاره به سږ کال په شمالی وزیرستان کښې د القاعدی د ځپلو یا شړلو لپاره عملیات وشی او د اسلام آباد اوس بدی نه راځی چې القاعده نوره وځپل شی او د هغه تر ملاتړ لاندی ډلی د افغانستان په اوسنې یا راتلونکې نظام کښې لومړۍ خبره وکړی .
خو دغه پلان وخت ته اړتیا لری او یوه اوږدمهاله خبره ده او تر 2014 کال پورې به هڅه وشی چې اجرا شی ، البته القاعدی او طالبانو هم سخت پلان جوړ کړی سږمیلادی کال په افغانستان کښې په بهرنیو نیواکګرو زور زیات کړی .
په هر حال سږ میلادی کال به د خبرو اترو کال نه وی ، بلکه د زور آزمویلو کال به وی او د کال په پای کښې به ووینو چې کوم لوری پیاوړی او کوم لوری کمزوری دی او په جنګ کښې ښکیل هر لوری چې قوی شو نو په خبرو اترو کښې به هم زیات امتیازات ترلاسه کړی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.