خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د افغانستان د سولی د لوړې شوراغړود پاکستان له ولسمشر سره وکتل

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
له کراچۍ څخه د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې برهان الدین ربانی په مشرۍ د افغانستان د سولی د لوړې شورا شپږ کسیز پلاوې نن په بلاول ماڼۍ کښې د پاکستان له ولسمشر آصف علی زرداری سره وکتل .
په دغه کتنه کښې ربانی د افغانستان د بیارغونې لپاره د پاکستان د ولسمشر او د دغه هیواد د خلکو د دوامداره هڅو او ملاتړ قدرونه وکړه او ویې ویل د کابل او اسلام آباد ګرمی ورورګلویزې اړیکې به په سیمه کښې د سولې او آمنیت سبب شی .
د پاکستان ولسمشر هم په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د سولی او ثبات له ټینګیدو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه اسلام آباد به په افغانستان کښې د سولی له ټینګیدو ملاتړ ته دوام ورکړی .
هغه وویل د پاکستان پارلمان دری اړخیزه سیاست غوره کړی چې لومړی او دوهم عنصر یې خبرې اترې او پرمختګ دی او دریم عنصر یې که خبرو اترو نتیجه ورنکړه نو زور به وکارول شی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.