خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په کابل کښې دبم چاودنې دوژل شویو شمیر اتو ته ورسید

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په کابل کښې دبم چاودنې دوژل شویو شمیر اتو ته ورسید .
د ایرکا خبری آژانس دراپور پراساس په دغه بم چاودنې کښې چې دافغانستان داستخباراتو وزارت دکارکونکو بس ته نږدې په یوه ګاډی کښې شوی ده کابو اته کسان مړه او نهویشت نور ژوبل شوی دی .
دغه بم چاودنې دشاوخوا ودانیو شیشې هم ماتی کړی دی .
دغه بم چاودنه دافغانستان داستخباراتو وزارت او یوه جومات ته نږدې شوی ده .
دافغانستان پولیسو دچاودنې ځای په کلابند کولو سره ددغه چاودنې دعواملو دپیژندلو او نیولو لپاره هڅه پیل کړی ده .
طالبانو تیره میاشت هم دافغانستان دعسکرو په یوه ګاډی حمله کړی وه چې له کبله یې پینځه کسان وژل شوی او نهه نور ژوبل شوی وو.
په افغانستان کښې د2001 میلادی کال له اکتوبر میاشتې وروسته تاوتریخوالی او ناکراریانې اوس ترټولو لوړ حد ته رسیدلی دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.