خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/27 0:0کد خبر: 3603

هلمند کې د 6 کیلومتره سړک د پخولو چارې پیل شوې

هلمند کې د 6 کیلومتره سړک د پخولو چارې پیل شوې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د هغه پنځه دېرش کیلو متره سړک څخه د شپږ کیلو متره سړک د جوړېدو کار پیل شو، چې کال وړاندې یې جمهور رئیس د جوړېدو ژمنه کړې وه. همدا راز د دې سړک د یوې بلې برخې د جوړېدو قرار داد لاس لیک شو، چې اوږدوالى یې پنځه کیلومتره دى او مالی لګښت یې د برتانیې هېواد ورکوی. د هلمند والی محمد ګلاب منګل د دو شنیبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه سړک شپږ کیلو متره اوږدوالى لری او د نادعلی ولسوالۍ له دوه لاری څخه د مارجې ولسوالۍ تر ترخه ناور سیمې پورې غځیدلی دی. نوموړی زیاته کړه، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې به د پنځو میاشتو په موده کې سرته ورسېږی، چې یو اعشاریه څلور میلیونه ډالره لګښت پرې راځی چې د برتانیا له لوری ورکول کېږی. منګل همداراز وویل، چې د دغه سړک د یوې بلې برخې قرار داد هم په همدې ورځ لاس لیک شو، چې په راتلونکې اونۍ کې به یې د جوړېدو کار پیل شی. نوموړی زیاته کړه: پر دغه سړک 970 زره ډالره لګښت راځی، چې دا هم د بریتانیا هیواد لخوا ورکول کیږی. والی زیاته کړه، دغه دواړه سړکونه د دې سیمی لپاره ډېر اقتصادی ارزښت لری او د مارجې ،نادعلی او ګرمسیر ولسوالیو اوسېدونکی به ترې کټه پورته کوی. په دې اړه د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس محمد عمر قانع هم خبریالانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د لښکر ګاه څخه د مارجې ولسوالۍ تر کمپ سیمې پورې د غځېدلی سړک اوږدوالى دوه ویشت کیلو متره، چې په لمړی پړاو کې به یې 11 کیلو متره چوړ شی او پاتې نور تر ډیزاین لاندې دی. د نوموړی په وینا: دغه سړک 7 متره بر لری او د یو نیم یو نیم متره پلیو لارو په لرلو سره به لس ثانتی متره قیر پری واچول شی. قانع ډاډ ورکړ، چې د کلیو پراختیا ریاست انجنران به د دې سړک پوره څارنه کوی، تر څو د نیمګرتیاوو مخه ونیول شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.