خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/10/27 0:0کد خبر: 3604

کونړ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د ګډو ځواکونو عملیات

کونړ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د ګډو ځواکونو عملیات - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کونړ په سرحدی ولسوالۍ اسمار کې ایتلافی او افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفینو پرضد پوځی عملیات پیل کړی، چې د دوى په دعوه نېږدې اته وسله وال مخالفین یې پکې وژلی. په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د دویمې پلې لېوا قومندان برید جنرال محمد افضل وایی: عملیات وړمه شپه وروسته ترهغې پیل شول، چې دوى ته د اسمار په یوه سرحدی سیمه کې د پاکستانیو طالبانو د راتګ خبر ورکړل شو. دى، چې عملیات اوپراتیفی ګڼی وایی: د مرګ، ژوبلې له کچې پکې کره معلومات نه لری، خو ایتلافی ځواکونو ورته پکې د هوایی بریدونو په پایله کې له شپږو، تر اتو وسله والو مخالفینو د وژل کېدو ویلی. دا، چې وژل شوی کسان افغانان که پاکستانیان دی؟ قومندان یې په اړه معلومات نه لری. په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی ادارې کلید ته وویل، چې د کونړ په شیګل او دانګام ولسوالیو کې یې ځواکونو تازه ځمکنی او هوایی عملیات کړی او خپل اوه تنه وسله وال مخالفین یې وژلی. د کونړ والی، امنیې قومندان او دې ولایت کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مشر په دې اړه له خبرو ډډه وکړه، خو د کونړ د ولایتی شورا رئیس حاجی میاحسن عادل کلید ته وویل، چې عملیاتو کې دوه ماشومان هم ټپیان شوی دی. د کونړ د عامې روغتیا رئیس ډاکټراسدالله فضلی کلید ته وویل: د اسمار له عملیاتو او پکې د څو تنو له وژل کېدو خبرشوى، خو دوى ته ترې مړی او ټپیان نه دی راوړل شوی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته رد کړه، چې ګواکې اسمار کې یې وسله وال ملګری وژل شوی دی. ده وویل: خبرشوی، چې هلته عملیاتو کې اته ولسی وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان دی. اسمار ډېورنډ کرښې ته لنډه د کونړ یوه هغه نسبتاً ناامنه ولسوالی ده، چې ډېرى وخت یې په ځینو سیمو او په ځانګړی ډول ډب خوړ سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو مخامخ بریدونه او چاودنې کېږی، خو دا چې دا سیمې غره ییزې او ډېرې لرې او له ټلیفونی پوښښه بهر دی، ځایی خلکو سره یې خبرو کې پاتې راغلو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.