خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د افغانستان ولسمشرپه چارشنبې ورځې نوی ولسی جرګه پرانیزی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
زمونږ خبریال راپورراکړپرون د افغانستان ولسمشر حامدکرزی له هغو کسانو سره چې د ټولټاکنو د کمیشن له خوا د بریالیو وکیلانو په توګه پېژندل شوی خو ستره محکمه یې لا په رسمیت نه پېژنی، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې حامدکرزی ورسره موافقه وکړه چې راتلونکې چارشنبې ورځط به ولسی جرګه په دې شرط پرانیزی، چې که کوم بریالی وکیل د ځانګړې محکمې له خوا په درغلیو پړ وبلل شی ، نو باید له ولسی جرګې وایستل شی. ډیر شناندی وائی داپه دې معنا ده چې د وکیلانو ژمنه د اساسی قانون تر دغې مادې چې د ولسی جرګې وکیلان له قانونی تعقیب څخه خوندی دی ، ډېر اعتبار لری. د یادونې وړ ده چې حامدکرزی د کب د میاشتې په درېیمه نېټه د ولسی جرګې د پرانیستنې تر خپل حکم یوازې څو ورځې وروسته له خپلې خبرې واوښت او دبریالیو وکیلانو ګواښونو ته یې غاړه کېښوده. د ټولټاکنو ځانګړې محکمه وایی، چې د کره سندونو په اساس تر اوسه دوی ته په ډاګه شوې چې د بریالیو کاندیدانو له ډلې 50 تنه یې په درغلیو تورن دی او ښایی دغه شمېر د څېړنو ترپایه نور هم زیات شی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.