خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
نن د افغانستان ملی شورا پرانیستل کېږی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکی یوه ساعت کې جمهور رئیس کرزى د هېواد ملی شورا پرانیزی.
د ملی شورا د دواړو مجلسونو (ولسی جرګې او مشرانو جرګې) غړی د سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې د کابل په لوېدیځ کې د پارلمان ودانۍ ته د رسېدو په حال کې دی.
په پام کې ده، چې د پرانیستې په دغو مراسمو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او یو شمېر نور بهرنی ډیپلوماتان هم برخه واخلی.
افغان امنیتی چارواکو له کابل ښاریانو او حکومتی مشرانو غوښتی، چې د پرانیستې د مراسمو پرمهال دې د ملی شورا شاوخوا سیمو ته له تګ راتګ ډډه وکړی.
قانون د ملی شورا د نوې دورې د پرانستنې واک، چې له ولسی جرگې او مشرانوجرگې جوړه ده، جمهور رئیس ته ورکړى دى، خو دا ځل نه یوازې د ولسی جرگې پر جوړښت حقوقی او جنایی ناندرۍ شته، چې د مشرانو جرگې درېیمه برخه غړی هم لا نه دی انتصاب شوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.