خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/06 0:0کد خبر: 3729

جمهور رئیس کرزی دهېواد ملی شورا پرانیستله

جمهور رئیس کرزی دهېواد ملی شورا پرانیستله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

جمهور رئیس کرزی نن د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وینا له اږدو ناندریو وروسته د هېواد ملی شورا پرانیستله. د ملی شورا د دواړو مجلسو (ولسی جرګې او مشرانو جرګې) غړی د سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې دکابل په لوېدیځ کې د پارلمان ودانۍ ته رسېدلی دی. په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او یو شمېر نور بهرنیو ډیپلوماتان برخه اخیستې. نوموړی په خپلو خبرو کې وویل: لس کال وړاندې مو، چې کوم سفر پیل کړى و، هغه مهال هېواد وران ویجاړ و او د هېواد ملی اردو د بهرنیانو د مداخلو له امله له منځته تللې وه. نوموړ د اساسی قانون تصویب او د ملی شورا د دوو دورو ټاکنو تر سره کېدل د تېرو لسو کلونو تر ټولو مهمې لاسته راوړنې وبللې او زیاته یې کړه، چې اوس افغانان فرصت لری، چې د خپل هېواد د ملی حاکمیت د ساتنې لپاره کوښښونه وکړی. کرزی وویل: تر راتلونکو څلورو کلونو پورې باید امنیتی مسایل په پوره ډول افغانانو ته وسپارل شی او امنیت باید د افغانستان د دولت لخوا وساتل شی او موازی امنیتی ارګانونو ته پاى ورکړل شی. نوموړی زیاته کړه: موږ باید خپله خپل امنتی وساتو او له مخالفینو سره هم خپله مقابله وکړو. د کرزی په وینا، د هېواد بیا رغونه له سولې پرته نه کېږی او سوله یوازې د جنګ له لارې نه راځی. ده د حضرت صبغت الله مجددی په مشرۍ د سولې د ټینګښت کمېسیون له هڅو مننه وکړه او دغه راز یې د استاد ربانی په مشرۍ د سولې عالی شورا وستایله. نوموړی په خپلو خبرو کې د افغان دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې نور له جنګه لاس واخلی او له سولې سره دې یو ځاى شی. افغان امنیتی چارواکو له کابل ښاریانو او حکومتی مشرانو غوښتی، چې د پرانیستې د مراسمو پرمهال دې د ملی شورا شاوخوا سیمو ته له تګ راتګ ډډه وکړی. قانون د ملی شورا د نوې دورې د پرانستنې واک، چې له ولسی جرگې او مشرانوجرگې جوړه ده، جمهور رئیس ته ورکړى دى، خو دا ځل نه یوازې د ولسی جرگې پر جوړښت حقوقی او جنایی ناندرۍ شته، چې د مشرانو جرگې درېیمه برخه غړی هم لا نه دی انتصاب شوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.