خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دمصر اخوان المسلمین ډلې په ملګروملتونو نیوکه وکړه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دمصر اخوان المسلمین ډلې دملکی خلکو دوژلې په باره کښې دملګروملتونو په چپتیا نیوکه وکړه .
پریس ټی وی چینل راپور ورکړ دمصر اخوان المسلمین ډلې نن په یوه پیغام کښې دمصر د پولیسو او پوځ په لاس دملکی خلکو د وژلې په وړاندې دملګروملتونو او لویدیځ چپتیا وغندله .
دغه ډلې دمصر له مظاهره چیانو غوښتی دی چې هدف ته تر رسیدا پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی .
ویل کیږی چې په مصر کښې دحکومت پرضد دسختو مظاهرو په بهیر کښې پولیسو او پوځیانو تراوسه له 150 زیات مظاهره چیان وژلی او له څلورو زرو زیات کسان یې ژوبل کړی هم دی .
دغه راز دمصر دحکومت ستر مخالف مشر محمد البرادعی هم پرون په قاهرې کښې د زرګونو مظاهره چیانو په ټول کښې وویل چې دوې نوی پړاو پیلوی او زیاته یې کړه چې مونږ داسې مصر غواړی چې پکښې دمصر هر ښاریز په ازادۍ او عزت سره ژوند وکړی .
هغه وویل مظاهره چیان په سمه لاره روان دی او زمونږ قوت په شمیر زیاتیدا کښې دی .
هغه مظاهره چیانو ته وویل تاسو زغم وښئ په مصر کښې بدلون رامینځته کیدونکی دی .
دمصر مظاهره چیانو هم په ځواب کښې وویل مونږ به دملت لپاره خپل ژوند او وینه قربان کړو .
دغه راز دمصر اسکندریه بندر هم چټی شوی دی .
خبری سرچینې وای په اسکندریه ښار کښې دمظاهرو په زیاتیدا سره دغه بندری ښار چټی شوی .
دمصر اکثره خارجی تجارت داسکندریه بندر له لارې کیږی او ددغه هیواد تجارتی قطب نوم یې خپل کړی دی .
دمصر په اسکندریه ښار کښې مظاهرې له نورو ښارونو ډیرې سختې دی .
دغه راز په پلازمینې قاهرې ، سویز او اسکندریه کښې ګرځبندیز چې له پرون څخه اجرا شوی وو دمازیګر له دریو بجو دسهار تر اتو بجو پورې زیات شوی دی .
دمصر خلک اوس په ټوله ورځ کښې یوازې اوه ساعته وخت لری چې بهر ته ووځی خو مظاهره چیانو ددغو مقرراتو پروا ونکړه او نن یې هم پراخې مظاهرې وکړې .
دغه راز ډیرو خارجی هیوادونو چې پاکستان ، هندوستان ، جاپان وغیره وغیره هیوادونه پکښې شامل دی وای چې دوې له مصر څخه دخپلو سفارتونو کارکونکی وباسی .
بل خبر داچې دمصر پولیسو دقطر دالجزیرې ټیلی ویژن شپږ خبریالان چې خارجیان وو دلنډې مودې لپاره ونیول او کیمره یې ترې اخستی ده .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.