خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
سباوون لسسیزه(ایران ته د حضرت امام خمینی (رح) ستنیدل )

زمان تقریبی مطالعه: 7 دقیقه
د سلواغې دولسمه د ایران د خلکو د مبارزو په تاریخ کښې د یوې سترې پیښې یادونه کوی . د هغې ورځې خاطرې چې د ایران د اسلامی انقلاب د سترې کشتۍ چلوونکی امام خمینی (رح) له پنځلس کلنی هجرت وروسته ایران ته راستون شو . کله چې د حضرت امام خمینی (رح)الوتکه د سلواغې په دولسمه د سهار په نهو بجو د مهرآباد په هوایی ډګر کښې په ځمکه کښیناسته په سلګونو خبریالان، انځورګر او فلم اخیستونکې ددغې سترې تاریخې پیښې د ثبتولو لپاره هلته موجود ؤ . د هغوئ لاره په ګلونو سینګار شوی وه او د انقلاب د شهیدانو له هدیرې بهشت الزهرا تر مهرآباد هوایی ډګره 33 کیلومتره لاره له څلورو تر اتو ملیونو خلک هرکلی ته ولاړ ؤ.
خلکو په دې ولوله ناکه شتون کښې د تاریخ تر ټولو ستر هرکلی راوپنځاوه .
د تهران پوهنتون استاذ او لیکوال ډاکټرعباسعلی عمید زنجانی د انقلاب له تاریخه په یوه روایت کښې وایی :
د ایران د خلکو په مبارزو کښې تل د رژیم لخوا ځپلو احتمال موجود ؤ او خلکو هم د همدې ویره درلوده . خو په کومه ورځ چې خلک له امام خمینی(رح) هرکلی ته تیار شول درست ځواک خوشی شوی ؤ او د خلکو په څیرو کښې هیڅه ویره او حشت نه لیدل کیده .
هرڅوک چې به لارو ته راووتل ، ته وا تر ټولو غوره ځای ته یې د تللو مینه درلوده . نو ځکه خو د سلواغې په دولسمه ټول کورونه له خلکو خالی ؤ . کله چې امام ایران ته راورسیده ته وا د ایران خلکو ته یې د آرامښت احساس ډالۍ کړ.
حضرت امام خمینی (رح) له هوایی ډګره نیغ په نیغه د انقلاب دشهیدانو هدیرې ته چې بهشت الزهرا ورته وایی ولاړه او د خدای د لارې مجاهدینو ته یې د درناوی تر څنګ د شاپور بختیار لومړی وزارت چې باچا رژیم منسوب کړی ؤ غیر قانونی اعلان کړ او په ډاډ او صلابت سره یې وویل زه ددغه ملت په ملاتړ سره حکومت ټاکم .
په ایران کښې د امام خمینی (رح)د شتون په برکت سره اسلامی انقلاب په لسو ورځو کښې کامیاب شو او اوس د اسلامی انقلاب د بریالی توب په څلورمه لسیزه کښې په داسی موقعیت کښې یو چې په اقتدار ، عزت او سرلوړۍ سره دغه بریالې توب لمانځو .
په نړۍ کښې ستر انقلابونه مهمې پیښې بللای شو . د ایران اسلامی انقلاب د اوس مهال د فکری او معنوی ستر انقلاب په توګه د شلمی پیړۍ مهمه او برخلیک ټاکوونکی پیښه ده چې د تیرو دوو پیړیو د انقلابونو په پرتله بې سارې ځانګړې لری .
د اسلامی انقلاب د شتون یوه بیلګه هغه نوښتونه دی چې له ځان سره یې درلودل . د رهبرۍ د سترمقام په اند:
په ایران کښې د اسلامی انقلاب ظهور خپله یو نوښت بلل کیږی . دغه ځانګړنه ددې لامل شوه څو اسلامی انقلاب او په نړۍ د هغو اغیزې تل د سیاسی او ټولنیزو نظرخاوندانو لخوا وجاجول شی او هر یو له خپل ځانګړې نظره په دې لاره شننه وکړی .
د ایران د اسلامی انقلاب له سترې ښکارندې په حقیقی جاجونه کښې یو مهم باب د انقلاب د رهبر او د هغوئ له لرلیدی مفکورې وی .
حضرت امام خمینی (رح) ډیر هوښیار ، پوهه، خاکساره ، پریکنده ، زغم لرونکی او پرهیزګاره ؤ . هیڅ چا هغوئ ته حقیقت اپوټه نه شو بیانولای . فولادی هوډ یې درلوده او نفسانی او مادی جاذبو او انګیزو د هغوئ له ستر او با تقوا وجود سره مقابله نه شوه کولای . هغوئ په خپلو نفسانی خواهشاتو مسلط ؤ .
د دینی دندې احساس امام خمینی(رح) یو داسی ستر او تاریخی ډګر ته ننویسته چې هیڅ کله پکښې د تاریخ له استثنایی خلکو بل چا ګام ایښی نه ؤ او له ګوته په شمیر پکښې بریالی شول . امام خمینی (رح) د بشر د ژوند په تاریخ کښې د نوی پړاوو مبشر ؤ . په دغه وخت کښې دین د نورو شیانو سره یو ځای د انسانانو ژوند ته ورداخل شو او سیاستوالان او پوهان د انسان او د هغه د اړتیاوو بیا تعریف ته وروبلل شول .
په دغه ستر حرکت کښې د امام خمینی (رح) د بریالی توب ستر علت له الله تعالی سره د هغوئ ژور او خالضانه ارتباط ؤ . هغه د خدای پاک په قدرت او له زبرځواکونو پرته نوی او خپلواکه طرحه جوړه کړه او د نوی دینی نظام بنسټ یې کښیښوده چې په لومړنۍ تجربه کښې ډیر ولسی او په زړه پورې ؤ او د نړۍ په لیرې سیمو یې اغیز وکړ .
هغه سیاسی مکتب چې امام نړیوالو ته وړاندې کړ د بشریت او نړۍ لپاره ډیر نوی شیان لری او د نویو لارو وړاندیز کوی . د امام خمینی په مکتب کښې معنویت او سیاست له یوه بل سره ګنډل شوی دی . امام خمینی (رح) سیاست او معنویت . سیاست او اخلاق او سیاست او عرفان په یو ځای درلودل .
د حضرت امام خمینی (رح) نړیوال نظر هم د نړیوالو لپاره نوښت درلوده .
د هغوئ د سیاسی مفکورې مخاطب یوازې د ایران ملت نه ؤ ، بلکه هغوئ بشریت د خپل پیغام مخاطب ګرځاوه.
له اخلاقی اصولو پیروی او د کلتور ساتنه او همدغه راز ټولنیز عدالت د امام خمینی د سیاسی مکتب اصلی او مهم اصول ؤ . امام خمینی(رح) نړیوالو ته ددغه ټکې یادونه وکړه چې اسلام زړونه متحد او یوه بل ته جذبوی او نه ماتیدونکې ستر ځواک پنځوی .
نن سبا له 32 کلونو وروسته د ایران اسلامی جمهوری نظام چې امام خمینی (رح) د هغې بنسټ کښیښوده په خپل درست توان او اقتدار سره خپلی لارې ته دوام ورکوی . همدغه موضوع ثابتوی چې ددغه نظام سرچینه یعنی اسلامی انقلاب له کم اغیزه او مقطعی پاڅون ور اخوا ؤ . همدا اوس د نړۍ په سیاسی ادبیاتو او له هغې زیات د نړۍ د سترو هیوادونو د واکوالانو په رسمی خبرو اترو او علمی غونډوه کښې د اسلامی نظام د اقتدار او ثبات خبری کیږی . نن سبا د مستکبرانو اندیښنه هغه چیلنجونه او ستونزې دی چې دغه انقلاب په سیاسی او کلتوری ډګرونو کښې د سلطه غواړو په وړاندې رامینځته کړی دی .
د دینی هویت احیا او د معنوی ارزښتونو واکمنې ، په نړیوالومناسباتو کښې د مسلمانانو د پام وړ موقعیت ، د اسلامی تمدن د احیا لپاره هڅې په نړۍ کښې د اسلامی انقلاب عملی انعکاس او دوام دی .
امریکایی پوهه جورج ویګل باوری دی :
د نړۍ مذهبی کیدل د شلمی پیړۍ په وروستیو کښې د ژوند یو پیاوړی حقیقت او د اسلامی انقلاب انعکاس دی .
انګریز ټولن پیژاندی او نظریه ورکوونکی آنتونی ګیدنز وایی :
په تیرو وختونو کښې دری ټولن پیژاندې یعنی ، مارکس ، دورکیم او مارکس وبر له کمو او زیاتو اختلافاتو سره سره د نړۍ عمومی بهیر د سکولریزم په لور او له دین څخه لیرې لیده ، خو د اتیایمې لسیزې په پیل او د ایران د اسلامی انقلاب په بریالی توب سره ددغه مسلې په اپوټه نظر تحقق مومی . یا په بله وینا د نړۍ عمومی بهیر اپوټه بهیر پیل کړی دی او د دینی کیدو په لور درومی .
اسپانیوال فیلسوف پروفیسور اسماعیل کیلبس وایی :
دین ژوندی شوی دی ، په ورځنی ژوندون کښې معنوی ښکلاوو ته پام زیات شوی دی او نړۍ د خپلو ټولنیزو اړیکو د ښکلولو او ژغورلو لپاره د دین قدرت او د هغه معنوی جاذبو ته ډیره ګروهنه پیدا کړی ده .دا درست د نړیوالې ټولنې په ذهنیت او افکارو د امام خمینی (رح) لخوا په دنیی انقلاب سره پیل شوی دی .
د اسلامی انقلاب د بریالی توب په 32 کلیزې کښې ددغه ستر ولسی غورځنګ د بسنټګر یاد تازه کوو .
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای په وینا حقیقت دا دی چې زمونږ د ستر امام بې ساری او ستر شخصیت په څیر د انسانانو لپاره غوره ده چې تر ټولو غوره انسانان ، تر ټولو هوش لرونکې ذهنونه ، تر ټولو پاک زړونه د درنښت او قدرونې له احساسه ډک شی ، توپیر شته د هغه شخصیت تر مینځ چې د خپل ظاهری مقام او لورې په خاطر یې خلک ستایی او قدرونه یې کوی ، له هغه چا سره چې د هغه د شخصیت عظمت او ډول ډول ښکلاوې هر ستر اوهوښیار انسان دهغه درنښت ستاینې او قدرونې ته اړباسی ،زمونږ ګران امام همدغه ډول یو انسان ؤ .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.