خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
هند ته د جمهور رئیس کرزی سفر

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
جمهور رییس کرزى چې تیره ورځ هند ته ورسید نن به په نوی ډیلی کې د دوامداره پراختیا تر نامه لاندې لومړنی نړېوال کانفرانس ته وینا وکړی.
تمه ده، چې کرزى به په افغانستان کې د ثبات او امنیت په هکله د کانفرانس ګډون والو ته څرګندونې وکړی.
د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال حامدعلمی وایی چې کرزى به له هندی چارواکو او د کانفرانس له ګډون والو سره په کتنو کې د افغانستان د امنیت او بیارغونې وروستی پرمختګونه شریک کړی.
نوموړی زیاته کړه، چې له افغانستان سره د هند د نورو مرستو تر څنګ د دغه هېواد د سل ټنه غنمو د مرستې په مسله به هم خبرې وشی.
په نوی ډیلی کې د دوامداره پراختیا په نامه لومړنۍ نړېوال کانفرانس کې د انرژۍ د څیړنیز انسټیټیوټ له خوا جوړیږی چې هدف یې د نظر تبادله او د چاپیریال ساتنې له محلی پروژو څخه زده کړه ده.
ټاکل شوې، چې جمهور رییس کرزی بیا له نوی ډیلی څخه د جرمنی میونیخ ښار ته لاړ شی چیرته چې به هغه په نړېوال امنیتی کانفرانس کې ګډون وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.