خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ایکن بیری د جمهور رییس کرزی د خبرو ملاتړ وکړ

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
په افغانستان کې د امریکا سفیر نن د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ته د یوه ناڅاپی سفر پرمهال د ولسمشر کرزی له هغو پرونیو څرګندونو سل،په سلو کې ملاتړ وکړ چې په افغانستان کې دې ولایتی بیارغونکې ډلې یاپی،آر،ټی ګانې له منځه لاړې شی.
جنرال کارل ایکن بیری چې په افغانستان کې د امریکا د پراختیایی مرستو د ادارې یوسایډ مشر هم و رسره د سفر ملګرى و،پخپل دې سفر کې د سره رود ولسوالۍ په بازار کې پلى وګرځېد او ولسی خلکو سره یې د دوى په اقتصادی ژوند کې د راغلو بدلونونو او د افغانستان پر روانې وضعې د هغوى نظرونه وپوښتل.
بیری له هغه ښځینه کارځاى څخه هم لیدنه وکړه چې د هېواد په مرسته یې د مېوو او تازه سبزیو د لېږد ته چمتو کولو لپاره جوړشوى او په سره رود ولسوالۍ کې فعالیت کوی.
د امریکا سفیر ترلیدنو، کتنو وروسته کلید سره د څو دقیقو لنډو ځانګړو خبرو پرمهال وویل:هېواد یې هیله من دى، چې افغانانو ته د هېواد د مسولیت سپارنې ترڅنګ یې دوى ته ځانګړې شوې اقتصادی مرستې هم نېغ، په نېغه افغان دولت ته وسپاری.
ایکن بیری د کلید د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د جمهور رئیس کرزی د هغو پرونیو څرګندونو ملاتړ هم وکړ، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځایی مرستندویو ډلو د ختمولو غوښتنه یې کړې وه.
د امریکا سفیر له ننګرهاره د لیدنې پرمهال افغانستان سره د خپل هېواد پرتلپاتې اړینو مرستو ټینګار وکړ.
د سره رود ولسوال سیدعلی اکبرسادات کلید ته وویل، چې د ولسوالۍ د قومی مشرانو په ګډون یې سفیر او امریکایی پلاوی سره له رسنیو پټه لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې په ولسوالۍ کې یې باید اداری ظرفیتونه پیاوړی او د ښوونې برخه کې شته ستونزې له منځه یوړل شی.
د سیمې یوشمېر خلکو بیا کلید سره خبرو کې ګیله وکړه، چې د امریکایی سفیر له راتګه یې پخپله سیمه کې د رغنیزو پروژو د پیلیدو ته په تمه وو، چې په وینا یې: کومه داسې خبره یې له سفیره وانه وریده.
خلکو سفیر سره خبرو کې ویل، چې ترپخوا یې اقتصادی وضعه کې ښه والى راغلى، خو هغومره نه لکه چې په کاروه.
ایکن بیری خپله هم کلید سره خبرو کې د خپل سفر موخه یوازې په سره رود کې له کرنیزو او اقتصادی برخو لیدنه او په اړه یې د خلکو نظراورېدل وښوده.
ننګرهار ته له ډېر وخت راهیسې دا لومړى ځل دى، چې یو بهرنى چارواکى او استازى ورته په ناڅاپی سفر کې له ولسی خلکو سره هم ګوری او پخپله ژبه د خلکو ستونزې او غوښتنې اوری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.