خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دمصر اخوان المسلمین حسنې مبارک ته یوه اونۍ اولټیماټوم ورکړ

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د حسنې مبارک په خلاف د پراخو اعتراضونو په 16 ورځ، اخوان المسلمین حسنې مبارک ته یوه اونۍ اولټیماټوم ورکړ چې له قدرت ګوښه شی.
اخوان المسلمین په یوه اعلامیې کې حسنې مبارک ته ویلی دی چې یواځې یوه اونۍ وخت لری چې له قدرته لرې شی، او په دې اړه هیڅ ډول مصالحه نشته.
د دې غورځنګ مهم مشر عصام العریان وویل، مونږ پوهیږو چې دقدرت په انتقال کې ستونزې شته دی، له همدې کبله حسنې مبارک ته مو یوه اونۍ فرصت ورکړی.
هغه وویل، ا خوان المسلمین په انحصاری حکومت پسې نه دی اوخپلې ټولې هڅې به وکاروی چې یو پراخ پارلمانی ایتلاف جوړ شی.
ددې غورځنګ دویم نمبر مشر رشاد الیبومی هم وویل، تر هغه وخته چې دخلکو غوښتنې پوره نشی دمصر انقلاب به دوام ولری .
هغه د عمومی غوښتنو په توضیح کې وویل، لومړی غواړو چې حکومت بدل شی، دویم باید انتخابات وشی ، اوسنی پارلمان نور رواوالی نلری، دریمه هم داچې سیاسی بندیان دې ډیر ژر خوشې شی.
هغه په دوام کې وویل، مونږ عدالت غواړو او بالاخره داسې حکومت غواړوچې دبیلابیلو ډلو غړی پکې وی.
د صهیونست رژیم شیمون پرز وویل، مونږ غواړو چې په مصر کې دیکتاتوران قدرت ته ورسیږی نه مسلمانان.
په عین حال کې دنیواګر رژیم لومړی وزیر بنیامین ناتنیاهو هم وویل، ویریږو چې د مصر وضعیت د اسلام پالو د قدرت ته رسیدا سبب شی.
اسراییل خپل خارجه وزی، امریکا ، کانادا، چین ، روسیه، او ځینو نورو هیوادونو ته استولی چې خپلوسفیرانو ته ووایی، ددغو هیودونو له رسنیو په استفادې سره،په مصر کې دثبات او اسراییلو ته یې د مثبتو نتیجو په اړه ټینګار وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.