خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/11/24 0:0کد خبر: 4019

د جنرال پرویز مشرف د نیولو امر ورکړل شو

د جنرال پرویز مشرف د نیولو امر ورکړل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په راولپېنډۍ کې د ترورویزم ضد محکمې پرون د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو د وژنې په دسیسه کې د ګډون په تور د پخوانی جمهور رئیس جنرال پروېزمشرف د نیولو حکم ورکړ. محکمې هغه ته د روان میلادی کال د فبرورۍ تر نولسمې محکمې ته د حاضرېدو امر کړى. د دغې قضیې دولتی وکیل جوهدری ذوالفقارعلی د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په دې برخه کې پرمختګ نه دى شوى ویلی، چې څو ځله پروېز مشرف ته د پښتونو ګروېږنو لپاره د حاضرېدو امر شوى، خو هغه تر اوسه نه دى حاضر شوى. نوموړی زیاته کړې، دا، چې په دې ورځو کې پروېز مشرف په لندن کې اوسی، نو په همدې خاطر ورته د پوښتنو یو لېست ور استول شوى، خو هغه تر اوسه دغه پوښتنې هم نه دی ځواب کړی. ذوالفقار علی د بېنظیر بوټو وژنه پېښه نه بلکې قصدی وژنه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دې سازش په اړه پروېز مشرف ته معلومات و. بېنظیربوټو د 2007م کال په ډسمبرمیاشت کې هغه مهال ووژل شوه چې په راولپنډۍ کې یې د انتخاباتی کمپاین پرمهال وینا کوله. د پاکستان پخوانی جمهور رئیس او د پوځ لوی درستیز جنرال پروېزمشرف وروسته له دې چې د 2008 کال په انتخاباتو کې یې ماتې وخوړه تر اوسه په لندن کې اوسېږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.