خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د یوه وسله وال طالب د نیول کېدو خبر ورکړل شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په جنوب ختیځ زون کې د بهرنیو ځواکونو د رسنیو د دفتر له خوا ویل شوی چې تېره ورځ یې د مخامخ نښتې په ترڅ کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یو تن وسله وال جنګیالى نیولى دى.
د دفتر له خوا رسنیو ته ویل شوی چې وسله وال جنګیالى یې هغه مهال ونیو چې کله په بهرنیو سرتېرو د زرمت ولسوالۍ په ټټنک سیمه کې مخامخ برید وشؤ.
د سرچېنې په وینا له یو ساعته مخامخ نښتې ورسته یو وسله وال طالب د نښتې په ډګر کې ونیول شو او نور یې له سیمی څخه وتښتېدل.
د بهرنیو ځواکونو د دفتر له خوا رسنیو ته دا هم ویل شوی چې د وسله وال برید په لړ کې دوئ ته هیڅ زیان نه دى اوښتى.
تر دمه وسله والو طالبانو او ځایې افغان چارواکو رسنیو ته د نښتې په اړه څه نه دی ویلی.
پاتې دې نه وی چې زرمت د پکتیا له ګردو ولسوالیو څخه نا امنه بلل کېږی خو د ژمی د سړیچن موسم په اوږدو کې دا لومړۍ نښته چې یوازې بهرنیو ځواکونو یې پخلى کړى دى.
هیره دې نه وی چې له دې وړاندې هم بهرنیو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې څو څو ځلې د وسله والو طالبانو د نیول کېدو خبر ورکړى خو ډېر ځل نیول شوی د سیمې اوسیدونکو او وسله والو طالبانو ولسی کسان بللی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.