خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په امریکا کې دلیبیا سفیر،دقذافی د ګوښه کیدا غوښتنه وکړه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
اسوشیتد پرس راپور ورکړ، علی عوجلی پرون په مرکې کې ویلی دی، دلیبیا پیښو ته په پام سره قذافی باید استعفا وکړی.
هغه وویل، بله حل لاره نشته، او قذافی په ګوښه کیدا سره ، خلکو فرصت ورکړی چې خپل راتلونکی مشر وټاکی.
په مالیزیا کې هم د لیبیا د سفارت مسولینو د مظاهره کونکو په خلاف د قذافی ځپونکی اقدامات غندلی دی.
رویترز راپور ورکړ، په مالیزیا کې دلیبیا سفارت کارکونکو د په خپلې بیانیې کې د مظاهره کونکو په خلاف د حکومت وحشیانه حملې غندلی دی.
په استرالیا کې هم د لیبیا د سفارت کارکونکو وویل، له قذافی رژیم سره یې خپل روابط غڅ کړی، او د خلکو ملاتړ کوی.
دسفارت کارکونکو ددغه اقدام علت د خلکو وژله وبلله.
همداراز زیات شمیر سیاستوالو او دیپلماتانو هم د قذافی په مخالفت کې له کاره استعفا کړې ده.
دویلوده چې دلیبیا په مظاهره کونکو د حکومتی ځواکونو په حملو کې کابو 400 تنه وژل شوی دی.
د دینی عالمانو د ټولنې مشر ډاکتر یوسف القرضاوی دلیبیا پوځ ته ویلې دی ،چې پر تاسو نور د القذافی اطاعت واجب نه دی ځکه نوموړی پر مظاهرچیانو د ډزو امر کړې دی .
پوځیان باید سمدلاسه دالقذافی پر ترور لاس پورې کړی .
القرضاوی له الجزیرې تلویزون په مرکه کې وویل : زه له همدې ځایه همدا اوس دمعمر القذافی دقتل فتوا ورکوم دلیبیا په پوځ کې ،چې هر څوک کولای شی دا کار بایدوکړی او خلک دنوموړی له شره وژغوری . القرضاوی ډېر په غوسه ښکاریده د القذافی په اړه ېې وویل : دا لیونی دی .
القرضاوی په پای کې وایی : القذافی او نور ملګری ېې تاریخ نه لولی که چیرته ېې ولولی پرې نه پوهیږی او که چیرې پوه شی بیا پرې عمل نه شی کولای .
القرضاوی له مصریانو وغوښتل ،چې نن دې داحمد شفیق دحکومت پر ضد بیا لارو او کوڅو ته راووځی
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.