خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان کې د عمومی ویر د اعلانېدو غوښتنه

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
په افغانستان کې امریکایی او ناټو عسکرو له جنایتونو وروسته، ددغه هېواد د خوست والی د عمومی ویر د اعلانېدو غوښتنه وکړه.
د ایرکا خبری آژانس د رپوټ له مخې، عبدالجبار نعیمی د ناټو او امریکایی عسکرو له خوا په کندهار، خوست، ننګرهار، کونړ او کندوز ولایتونو کې د ولسی خلکو د وژلې په غندلو سره اعلان وکړ چې بې ګناه قربانیانو ته په درناوی او د هغوی له کورنیو د خواخوږۍ په څرګندولو سره باید په ټول هېواد کې عمومی ویر اعلان شی.
د خوست د والی دغه غوښتنه په داسې حال کې کېږی چې د افغانستان په ختیځ، کونړ ولایت کې د ناټو او امریکایی عسکرو په څلور ورځنیو عملیاتو کې له 60 ډېر ولسی خلک شهیدان شول چې د ولس او افغان دولت د چارواکو له غبرګونونو سره مخ شول.
د افغانستان دولت د یوې بیانیې په صادریدو سره په کونړ ولایت کې د ولسی خلکو د وژلې د غندنې ترڅنګ د ولسی خلکو د وژلې د جاجونې لپاره یوه تحقیقاتی ډله وټاکله.
د بشر د حقوقو د موسسې د اعلان له مخې، په 2010 میلادی کال کې په افغانستان کې دوه زره اووه سوه ولسی خلک وژل شوی دی.
د افغانستان د پارلمان استازو هم په خپله پرونۍ ناسته کې د افغانستان په ختیځ، کونړ ولایت کې د ولسی خلکو په وژله کې دامریکایی او ناټو عسکرو جنایتونه او همدارنګه په کندوز ولایت کې چاودنه په کلکه وغندله.
امریکا چې له ناټو سره په ملګرتیا سره یې په 2001 میلادی کال کې پر افغانستان برید وکړ او دغه هېواد یې لاندې کړ،د نا امنیو او خلکو د ژوند ته د ګواښ په یوه مهم عامل بدل شوی دی.
امریکا چې د ترهګرۍ، طالبانو او القاعدې د له منځه وړلو په پلمې سره پر افغانستان پوځی تېری وکړ او ناټو یې هم له ځان سره ملګرې کړه، په افغانستان کې د ولسی خلکو په وژلې سره دولتی ترهګرۍ ته لمن وهی.
د ولسی خلکو د وژلې په ځانګړې توګه ماشومانو او مېرمنو ترڅنګ د شپې پرمهال پر کلیو او د خلکو پر کورونو برید، په خپل سر د خلکو د کورونو پلټل او د خلکو نیول او له ځانه سره وړلو د افغانستان په ټولنه کې د نا امنۍ فضا له پرا ډېره پراخه کړې ده.
ځکه په داسې حال کې چې امریکا او ناټو ادعا کوی چې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره یې افغانستان لاندې کړی، له دوی سره په جګړه کې ښکیلې ډلې هم ادعا کوی چې د له نیواکګرو ځواکونو سره د مقابلې لپاره فعالیت کوی او دا په داسې حال کې ده چې قربانیان یې ولسی خلک په ځانګړې توګه مېرمنې او ماشومان دی.
له همدې امله په افغانستان کې د ناټو او امریکایی عسکرو پر وړاندې د افغانانو کرکه او غوسه مخ پر زیاتېدو ده او هغوی په دولتی ترهګرۍ تورنوی.
له همدې امله په افغانستان کې د پوځی اډو د جوړیدو لپاره د امریکا د هڅو په اړه د ځینو رپوټونو خپریدو ددغه هېواد د خلکو غوسه او نا رضایتی را پورته کړې ده.
ځکه هغوی اندېښنه لری چې امریکا د دایمی اډو په جوړیدو سره نه یوازې افغانستان په دایمی نیواک بدلوی، بلکې د امریکایی او ناټو عسکرو جنایتونو لا پلان شوې بڼه خپله کړی او د خلکو او د کابل دولت اعتراضونو ته له پام پرته به خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی.
په افغانستان کې د امریکا دایمی پوځی اډو جوړیدو ته په پام سره د روسیې او اسلامی ایران په شمول سیمه ییز هېوادونو هم دداډول اډو جوړیدل غندلی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.