خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/06 0:0کد خبر: 4181

دافغانستان ولسمشر دخارجی پوځیانو حمله وغندله

دافغانستان ولسمشر دخارجی پوځیانو حمله وغندله  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دافغانستان ولسمشر کرزی دافغان ملکی خلکو په وژلو کښې دخارجی پوځیانو خپل سره اقدام وغاند . له کابل څخه ایرکا خبری اژانس وای دافغانستان دولسمشرۍ دفتر پرون دولسمشر کرزی په قول په یوې بیانیې کښې ویلی دی دافغانستان حکومت دخارجی پوځیانو په لاس دافغانستان دملکی خلکو دوروستۍ وژلې دغندلو په ترڅ کښې باوری دی دملکی خلکو وژله که هغه دې ترهګرو لخوا وی او که دخارجی پوځیانو له لورې هغه خرابې جنګی ستراتژۍ ته ستنیږی چې همدا اوس په افغانستان کښې روانه ده . دافغانستان ولسمشر وویل له دې سره سره چې په تیرو څو کلونو کښې مو هڅه کړی ده دملکی خلکو دوژلې مخه ونیسو خو په کونړ ولایت کښې دخارجی پوځیانو وروستۍ حملې وښودله چې مونږ تراوسه خپلې غوښتنې ته نه یوو رسیدلی او دغږملتیا نه شتون او خپل سره پوځی عملیات دافغانستان دبې ګناه او مظلومو خلکو دوژلې عامل دی . دحامدکرزی اشاره دافغانستان په کونړ ولایت کښې په غازی اباد کښې د62 کسانو وژلې ته وه چې اوه ورځ وړاندې خارجی پوځیانو په هوای حملو کښې قتل کړی وو . په پوځی عملیاتو کښې دبې ګناه افغان ښاریزو درنه وژله له یوې خوا او ددغه ناوړه اقدام په توجیه کښې دامریکا دقوماندان جنرال پیټرائوس له سپکاوی ډکه و ینا او دوژلې ردول له بلې خوا دافغانستان دخلکو او دحکومتی مقاماتو غوسه راپارولی ده . په افغانستان کښې دامریکا قوماندان جنرال ډیویډ پیټرائوس په کونړ ولایت کښې دملکی خلکو د وژلې په ردولو سره ویلی وو افغانان خپل بچیان سوزوی چې له دې لارې وښی وژلې دخارجی پوځیانو دعملیاتو له کبله دی . بل خبر داچې دافغانستان حقیقت موندونکی پلاوی په کونړ ولایت کښې دامریکا دبمباریو له کبله د62 ملکی خلکو وژله تاید کړه . زمونږ خبریال وای دافغانستان کونړ ولایت ته دحکومت داستول شوی پلاوی غړی او په ولسی جرګې کښې دکونړ ولایت دخلکو استازی مولوی شهزاد شاهد پرون وویل تحقیقات ددې ښودنه کوی چې دکونړ ولایت په غازی اباد ولسوالۍکښې دامریکا دپوځیانو په تیرې اونۍ هوای حملو کښې 62 ملکی خلک وژل شوی خو دامریکا پوځیان وای چې په دغو حملو کښې دحکومت 37 مخالف کسان وژل شوی دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.