خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په عراق کې د القاعدې د یوه مشر پشمول لس کسان ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
العربیه ټیلیویژنی چینل نن پخپل وروستی راپور کې ووئیل په عراق کې دالقاعدې یو قوماندان نعمان سلمان د الانبار ولایت په هیت ښار کې له حکومتی مامورانو سره په نښتې کې ووژل شو او څو نور ملګری ئې ټپیان او نیول شوی هم دی .
جرمنی خبری اژانس هم راپورورکر د حلې ښار په مویلجه کوڅې کې په نننۍ چاودنې کې چې د ویښتیا شورا له ودانۍ سره نزدې شوې درې کسان پکې مړه او څلور نور ژوبل شوی دی . دغه راز وسله والو کسانو نن د بغداد په لویدیځ کې په ابو غریب سیمې کې د یوې کورنۍ شپږ غړی ووژل . له دغې پیښې وروسته امنیتی مامورانو د قاتلانودنیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړی دی
د عراقی سرچینو او سیاسی شخصیتونو په وینا په دغه هیواد کې په زیاتره ترهه ګرو پیښوا و بم چاودنو کې امریکا او ځینی عرپی هیوادونه د ترهه ګرو په روزلو او مالی مرستو او د اجرائی عملیاتو په منظمولوسره لاس لری
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.